fbpx

ای سي سي لخوا د کال غوره لوبغاړي اعلان شول

خبریال ډاټ کام/ کريکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹ کال د ټيسټ، یو ورځنیو سيالیو د کال غوره لوبغاړي اعلان کړل،خو هيڅ افغان لوبغاړی پکې شتون نه لري.
د کریکټ نړیوالې شورا لخوا په اعلان شوي لیست کې هندی اوپنر لوبغاړی روهیت شرما د يو ورځنيو سيالیو د کال غوره لوبغاړی نومول شوی او همداشان د هند لوبډلې مشر ویراټ کوهلي بيا د ښې روحیه جایزې ته نومول شوی دی.
کوهلي ته له همدې د ښې روحيې کریکټر نومول شوی چې نوموړي د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سيالیو پر مهال خپل مینه وال لدې منع کړي وو،چې په اسټرالیاوي لوبغاړي او پخواني کپتان سټیو سمهت پسې یې د لوبې پر مهال یو قسم اوازونه (باووو) کول. سمهت د بال خرابولو له کبله د بندیز پای ته رسيدو وروسته لوبډلې ته راستون شوی و.
د کریکټ نړيوالې شورا لخوا بیا تر ټولې په سترې جایزې انګلیستانی الروانډر بين سټوکس ونازول شو او نوموړي ته ګرفيلډ صوبرز ټرافي ورکړل شوه او نوموړی د ټول ۲۰۱۹ کال غوره لوبغاړی ونومول شو.
اسټرالیا چټک توپ اچونکی پاټ کومینز بیا د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د کال غوره ټیسټ کریکټر ونومول شو او نوموړي په ۲۰۱۹ کال ټيسټ کريکټ سيالیو کې ۵۹ ويکټې اخیستي وې.
په ټوله کې دغه لوبغاړي د ای سي سي لخوا د کال غوره لوبغاړي ونومول شول.
بین سټوکس: د ۲۰۱۹ کال غوره کریکټر ونومول شو.
پاټ کومینز: د ۲۰۱۹ کال ټيسټ غوره کریکټر ونومول شو.
روهیت شرما: د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو غوره کریکټر ونومول شو.
ویراټ کوهلي: د ۲۰۱۹ کال سپیرئټ اف کریکټر ونومول شو.
مارنوس لبوشګنی: د ۲۰۱۹ کال ایمرجینګ کریکټر ونومول شو.
‌ډیپیک چهار: د ۲۰۱۹ کال د شل اوریزو لوبو د کال غوره لوبغاړی ونومول شو.
کايل کوټزر: د ۲۰۱۹ کال د دوهمې درجې غوره لوبغاړی ونومول شو.
رچرډ ایلینګؤورت: د ۲۰۱۹ کال غوره لوبڅار ونومول شو.
د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو غوره لوبډله: روهیت شرما،شای هوپ،ويراټ کوهلي (کپتان)،بابر اعظم،کېن ویلیمسن،بېن سټوکس،جس باټلر(ویکټ ساتونکی)،مېچل سټارک،ټرنټ بولټ،محمد شامی،کولدیپ یادوف.
۲۰۱۹ کال د ای سي سي غوره لوبډله: ماینک اګرول،ټام لتم،مارنوس لوبشګنی،ويراټ کوهلي (کپتان)،سټيو سمهت،بین سټوکس،بی جې وټلینګ (ویکټ ساتونکی)،پاټ کومینز،مېچل سټارک،نېل وګنر،نتن لاین.