fbpx

ناسمې څارنې ولسوالیوکې روغتیايي ستونزې جوړې کړي

خبریال ډاټ کام/ د ننګرهار دعامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د دې ولایت په ولسوالیو کې ناسمې څارنې روغتیايي ستونزې جوړې کړې وې.

د دې ولایت د عامې روغتیا رئيس وایي، اوس یې د دې ستونزې دهواري لپاره هڅې پيل کړي او له ټولو روغتیايي مرکزونو به سمه څارنه کوي څو شته ستونزې حل شي.

د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نصيراحمد درانی وایي،چې اوسمهال په ټول ننګرهار کې شاخوا ۱۵۷ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي،چې له ډلې یې ۴ په ولایتي کچه دي.

نوموړی وایي له دې روغتیايي مراکزو سربیره له دوی سره د کوچیانو او کډوالو د درملنې په برخه کې ۱۹ ګرځنده روغتیايي خدمتونه هم مرسته کوي.

ښاغلی درانی وایي، هرکال دې ولایت ته د یو میلیون او ۶۷ زره کسانو د درملنې بودیجه ورکول کیږي خو دوی هرکال تر ۶ میلیونه ناروغانو درملنه کوي.

اوسمهال په ننګرهار کې حوزوي روغتون، فاطمة الزهرا ، د پښتورګو ملي روغتون او د معتادینو مرکزونه شتون لري،چې د ښځو او نارینه وو او ماشومانو لپاره دي.

د روغتیا رئيس په داسې حال کې د روغتیايي خدماتو او دغه راز د ستونزو یادونه کوي،چې په ډیریو ولسوالیو کې په روغتیايي برخه کې خلک شکایتونه لري.

که څه هم د روغتیا رئيس مني،چې ستونزې شتون لري خو زیاتوي،چې ناسمه څارنه د دې لامل شوې.

د ده په خبره د ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته یې د سفرونو لړۍ پيل کړې او ژر به دا ستونزه هواره شي.

هغه زیاته کړه،چې په دې ولایت کې د ختیځ روغتیايي کمپلکس ساختماني چارې هم په چټکۍ روانې دي او ژر به خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

درانی وایي د دې کمپلکس شپیته سلنه کار بشپړشوی او په پاتې نورو یې هم کار روان دی.

د عامې روغتیا رئيس داسې مهال د ستونزو د حل ډاډ ورکوي،چې په دې ولایت کې خلک د حوزوي روغتون مسولین په توپيري چلند تورنوي او وایي، په سم ډول د ناروغانو درملنه نه کوي او که کوي یې هم هغه ناروغ به اړیکه او یا واسطه لري.