fbpx

روان کال ۵۴ زره افغان میرمنو ته کرنیزخدمتونه وړاندې شوي

خبریال ډاټ کام/ دافغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، په روان کال کې یې تر دې دمه د هېواد په بیلابیلو سیمو کې میرمنو ته ډیر زیات اقتصادي کارونه ترسره کړي دي.

د دې وزارت چارواکي وایي، تر دې دمه یې ۵۴ زره افغان میرمنو ته د اقتصادي بسیاینې په خاطر کرنیز خدمتوته وړاندې کړي دي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د شنو خونو، بیلابیلو برخو کې د پروسس دستګاوې، کورنۍ باغچې ، د چرګانو فارمونه او نور هغه پروژې دي ، چې دوی د ښځینه وو په برخه کې عملي کړي دي.

دی وایي هغو میرمنو ته یې،چې په اقتصادي برخه کې کار کړی کولای شي له دې لارې خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

رستمي زیاته کړه،چې په دې سره به یې د میرمنو د کاروبار ساحه هم پراخه شي.

نوموړی وایي، دوی په روان کال کې ۲۰ کورنۍ باغچې او ۲۲ زرو نه زیات د چرګانو فارمونه میرمنو ته په بیلابیلو ولایتونو کې جوړ کړي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دوی  له لوري هغو میرمنو ته، چې کاري فرصتونه برابر شوي په ځان بسیا شوي او خپلې کورنۍ اړتیاوې هم پوره کولای شي.

دا په داسې حال کې ده،چې هغه میرمنې ،چې په سوداګریزه برخه کې کار کوي بیا له دولت نه ډير زیات شکایتونه لري.

میرمنې د بازار له نشتون نه په سوداګریزه برخه کې شکایت په دې لري،چې د دوی په خبره لاسي توکو ته د پلور ځانګړی ځای نه لري.