fbpx

د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ داستیضاح پرېکړه کړې

خبریال ډاټ کام: د امریکا د استازو مجلس د یوې تازه پرېکړې له مخې نن رسمآ د ولسمشر ټرمپ د استیضاح اسناد راټول کړي او د دغه هېواد سنا ته یې سپارلي دي چې له څېړنو وروسته به یې په اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي امریکایي رسنیو ته ویلي دي چې تر دوو میاشتو مسلسلو هڅو وروسته په دې بریالی شوي چې د ډونالډ ټرمپ په اړه ټول اسناد راټول کړي او هغه د دې هېواد سنا ته وسپاری.

د معلوماتو له مخې له ډیرو هڅو وروسته د امریکا د استازو مجلس د “ډونالډ ټرمپ” د استیضاح پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به د امریکا سنا د هغه د محاکمې او استیضاح مراحل هم مخته بوځی.

که چېرې دا چاره عملي شي نو په دې توګه به ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې دریم ولسمشر شي چې د دې هېواد د سنا له لوري استیضاح کېږي.

امریکایي رسنۍ بیا وایي ، چې د امریکا سنا مکمل سل غړي لري که اکثریت یې د ټرمپ مخالفت وکړ، نو دی به له دندې ګوښه کړی شي او که اکثریت یې ملاتړ وکړ نو ډونالډ ټرمپ به په خپل ځای پاتې شي.

نانسي پلوسي زیاتوي، ډونالډ ټرمپ په لومړي کال له بریالیتوب وروسته تر دا مهاله وخت ناوخت له خپل واک څخه د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کړې ده.

نوموړې زیاتوي، ډونالډ ټرمپ پر ځینو هېوادونو د شخصي مسایلو لپاره سیاسي فشارونه هم راستي دي او دغه راز یې د کانګریس واکونه محدود کړي او هم یې د هغوی صلاحیتونو ته درناوی نه دی کړی.

خو ډونالډ ټرمپ دا هرڅه یوه لویه سیاسي دسیسه بولي او وایي چې یو شمېر کړۍ غواړۍ ټرمپ له واکه ښکته کړي، خو هیڅ داسې نه شي کېدلی سنا دې دا موضوع همداسې بې ارزښته پرېږدی.

د ټرمپ د استیضاح خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې نوموړی له ایران سره ښکر په ښکر شوی دی او پر یوه بل د بریدونو کولو ګواښونه هم کوي.

د ټرمپ استیضاح هرکلی یو شمېر ایراني سیاسینو او چارواکو هم کړی دی او ویلي دي چې ګواکې ډونالډ ټرمپ رښتیا هم له خپل واکه ناوړه ګټه پورته کوي او دغې دولتي واک ته د شخصي واک په سترګه ګوري.

خو ټرمپ ته نږدې کسانو امریکایي رسنیو ته ویلي دي چې د امریکا سنا نه شي کولی چې نوموړی استیضاح کړي ځکه چې حالت کړکیچن دي او یوازې یې ټرمپ په جوړولو توانېدلی شي.

د یادولو ده چې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح کولو خبرې له یوه کال راهیسې کېږي، حو لاهم نه دي عملي شوي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com