fbpx

ملاتره خيل ته یوه څپېړه په درې سوه زره ډالر تمامه شوه

خبریال ډاټ کام ـ په ولسي جرګه کې د کوچیانو د پخواني استازي ملاتره خېل محمدي او د حج اوقافو د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب تر منځ لانجه د یو شمېر قومي مخورو او سیاسیونو په منځګړیتوب حل او فصل شوه.

درې میاشتې وړاندې هغه مهال چې په ولسمشرۍ ماڼۍ جومات کې د کوچیانو د ونډې پر سر، ملاتره خېل د حج اوقافو اوسنی سرپرست وزیر مخ ته په څپېړو وهلی و او تر منځ یې لانجه راغلې وه.

دغه روغه جوړه کې جرګه والو پرېکړه وکړه، چې ملاتره خېل به د یوې څپېړې په بدل کې مولوي عبدالحکیم منیب ته درې سوه زره ډالره تاوان او د شخصیت اعاده ورکړي.

دغه پرېکړه د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد او د افغان ملت ګوند مشر انوارالحق احدي او د کوچیانو د استازو، دواړو خواوو د پلویانو، خپلوانو، دیني عالمانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

بل خوا ښاغلي منیب ۵۰ زره ډالر جرګه والو ته د ښه نیت او ددې لانجې د هواري له کبله ورکړل.

په ټولنیزو رسنیو کې دغه موضوع په تړاو زیات غبرګونونه خپاره شوي دي.

یو شمېر کسانو لیکلي، چې کوچیان دمګړۍ د افغانستان ترټولو غریب او نادار قشر دی او له ټولو روغتیايي، ښوونیزو او نورو اسانتیاوو بې برخې دي، مګر مشران یې له پیسو سره لوبیږي.

پر ملاتره خېل تور دی، چې د کابل ښار په ختیځ پل چرخي ( ډاګ تره خېل ) سیمه کې یې په سلګونو جریبه ځمکه غصب کړې او همدا ځمکه بېرته په خپلو کوچیانو په لوړه بیه خرڅوي.

نوموړی د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د کوچیانو استازی و، چې کوچیانو ته یې د خدمت څرک نه لګیږي.

نوموړی سږکال هم ولسي جرګې ته کاندید و، خو د ټاکنو کمېسیون د نوموړي کاندیداتوري ونه منله.

دا په داسې حال کې ده، چې مولوي عبدالحکیم منیب په افغان دولت کې د کوچیانو په سهم کې د حج اوقافو سرپرست وزیر دی.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com