fbpx

د نولس کلنو نړیوال جام سبا د افغانستان په لوبه پیلیږي

خبریال ډاټ کام: د سوت افریقا په کوربه توب د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریزه جام سیالۍ به سبا د جنورۍ پر ۱۷ مه نېټه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شي چې د بلې میاشتې تر نهمې نېټې پورې به دوا ولري.

د نړیوال جام ټولې ۱۶ واړه لوبېدونکې لوبډلې په څلورو ګروپونو باندې ویشل شوي دي چې په الف ګروپ کې ، هندوستان، جاپان، نیوزیلینډ او سریلانکا لوبډلې له یو بل سره به سیالیو کې مخ کېږي.

په ب – ګروپ کې بیا اسټرلیا، انګلستان، نایجیریا او د ویسټ انډیز نولس کلنه لوبډله قرار لري چې له یو بل سره به په لومړي پړاو کې مخ شي.

په سي- ګروپ کې بیا د بنګله دېش نولس کلنه لوبډله، پاکستانۍ لوبډله، سکاټلینډ او زمبابوې لوبډله قرار لري.

او په وروستي ډي- ګروپ کې د افغانستان نولس کلنې لوبډلې سره کوربه سویلي افریقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو لوبډله قرار لري چې دوی به هم له یو بل سره په لومړي پړاو کې مخ شي.

افغانستان به په خپل ګروپ کې سبا د جمعې په ورځ (د جنوري ۱۷مه) د کوربه سویلي افریقا پر وړاندې د غرمې ۱۲:۳۰ بجې، د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي.

افغانستان به د نړیوال جام په دوام خپله دوهمه سیالی هم د همدې میاشتې پر۲۲ مه نېټه د عربي متحده اماراتو خلاف ترسره کړي ورپسې به دریمه سیالي د کاناډا خلاف پر ۲۴ مه نېټه ترسره کړي .

د نولس کلنو په نړیوال جام کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ټوټل ۴۸ لوبې پر بیلابیلو وختونو ترسره کېدونکي دي چې له هر ګروپ څخه به دوه پیاوړې لوبډلې دویم پړاو ته لار پیداکړي چې بیا به ګټونکي آن تر نیمه پایلوبې ورسي.

افغانستان بیا د نړیوال جام د رسمي تمریناتی سیالیو په دوام خپله لومړۍ لوبه له هنده بایلوده او دوهمه سیالي بیا له انګلستانه وګټله.

د یادولو ده چې ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په ۲۰۱۸م کال نړیوال جام کې د جام غوره توپ اچونکی د افغاستان قیس احمد و، چې په پنځو لوبو کې یې د نورو لوبغاړو په پرتله زیات ۱۴ لوبغاړي سوځولي و .

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com