fbpx

زابل کې د برېښنا شرکت پنځه کار کوونکي شهیدان شوي

خبریال ډاټ کام: په زابل ولایت کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې د افغانستان د برېښنا شرکت پنځه تنه کار کوونکي شهیدان کړي او یو بل یې سخت ټپي کړی دی.

یاده پېښه د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال او د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولینو تایید کړې ده او د مرګ ژوبلې په اړه یې هم ویلي چې پنځه تنه کار کوونکي پکې شهیدان شوي دي.

د سیال پر وینا نن غرمه شاوخوا دولس بجې د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- کندهار لویې لارې په اوږدو کې د برېښنا شرکت د انجینرانو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه چې له امله یې مرګ ژوبله کارکوونکو ته واوښته.

د افغانستان د برېښنا شرکت هم د رامنځته شوې ماین چاودنې پخلی کړی دی او په یاده پېښه باندې ټول کاري ټیم خواشیني ښودلې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نه دي خپاره کړي.

د برېښنا د شرکت د مسوولینو پر وینا غزني – کندهار ته د غځېدونکي وارداتي برښنا لبږدوونکي مزي پر انجنيرانو دغه چاودنه شوې ده.

د سیمي خلک وایي چې چاودیدونکي توکي د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي وو، خو دا لا معلومه نه ده چې دغه ماین د برېښنا شرکت انجینرانو او یاهم د افغان ځواکونو قطارونو ته ځای پر ځای شوي و؟

تر اوسه وسله والو طالبانو او نورو ډلو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکي او انجینران ډیری وخت په لویو لارو او دښتو کې د مزو د غځېدا پر مهال له ورته ډیرو ستونزو سره مخ کېږي چې ان د وژلو ترڅنګ د وسله والو له لوري تښتول کېږي هم.

له تاجکستانه او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راغلې وارداتي برېښنا پایې او لینونه ډیری وخت د وسله والو طالبانو له لوري په بمونو الوځول کېږي او یاهم د دوی له لوري ویشتل کېږي.

له دې وړاندې هم له تاجکستانه راغلې د برېښنا پایې او لینونه په بغلان ولایت کې وسله والو طالبانو پرې کړي و چې له امله یې په لسو ولایتونو برېښنا پرې کړې وه.

هغه مهال په ټولنیزو رسنو ګڼ شمې افغانانو پر وسله والو طالبانو تور پورې کړ چې ګواکې نه غواړي افغانستان ته روښاني راشي، بلکې غواړي چې افغانان په جګړو او تورو تیارو کې شپې او ورځې سبا کړي.

د یادولو ده دا لومړی ځل نه دی چې د برېښنا شرکت کار کوونکي شهیدان کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په ورته پېښو کې تښتول شوي او هم یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com