fbpx

هرات: د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ادارې هرکلی شوی

خبریال ډاټ کام: په هرات ولایت کې د ګزرګاه جامع جومات خطیب ” مولوي مجیب الرحمان “وایي په بیلابېلو ولایتونو کې علماوو، ځوانانو حتا په نظام او پارلمان کې دننه ځیني چارواکو هم د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په اړه د نوموړي له لوری د شوي اعلان پراخ او تود هرکلی کړی دی.

مولوي مجیب الرحمان دا څرګندونې نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې هغه وویل،وروسته له هغه چې په هرات ولایت کې د نوموړي د پلویانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر اعلان شوی دی ډیرې لاسته راوړنې یې لرلې دي.

نوموړي په دغې خبري کنفرانس کې د خپلو لاسته راوړنو څو بېلګې هم مشخصې کړې چې ګواکې له اعلان سره سم په دې ولایت کې غلاوې کمې شوي، مخدره توکي نه خرڅیږي، بېځایه خلک په کوڅو کې نه ګرځي او هم د کورونو دروازې بې له کومې ویرې خلاصې پرتې دي.

مولوي مجیب الرحمان زیاتوي،کله چې حکومت د هڅو سره سره د اخلاقي فساد او جرمونو مخه نه شي نیولی، نو دا بیا د دیني مشرانو دنده ده چې لاس په کار شي او هرڅه بېرته سم کړي.

نوموړی وایي، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ادارې جوړولو ته په کتو که چېرې څوک په غلا یا په اخلاقي فساد ونیول شو په خپله به سخته سزا ورکړل شي.

مولوي مجیب الرحمان د یادې ادارې د جوړولو ورسته د لرغوني هرات ولایت د ښار په بیلابیلو شاوخوا سیمو کې د خپلو پلویانو په مرسته ځیني لوحې هم لګولي دي چې پکې لیکل شوي دي:” د ښځو بد حجابي د سړیو بې غیرتي ده.”

د دې لوحو ترڅنګ یې بې شمېره نورې لوحې هم د ښار په بیلاییلو سینو کې ټک وهلي دي چې له همدې امله اوس ډیر شمېر ښځې په حجاب سره ځي راځي.

د مولوي مجیب الرحمان د دغې ډول پرېکړې پراخ ملاتړ په ټولنیزو رسنیو هم شوی دی او نوموړی یې ستایلی دی څو دین قایم او هغه سزا مجرم ته ورکړي چې د هغې وړ وي او په ورکولو سره یې نوز څوک هغې کار ته زړه ښه نه کړي.

خو په هرات ولایت کې یو شمېر مدني فعالان بیا له دغه ملا څخه شکایت کوي او وایي چې په شته حکومت کې له خپله ځانه صحرایی محکمې جوړوي او خلکو ته سزا وې ورکوي، خو یو شمېر یی ملاتړ هم کړی دی.

د نوموړي دا وروستی لوی ګام په ټولنیزو رسنیو مهمه موضوع ګڼل شوې ده او ترې خلکو پراخ ملاتړ کړی دی.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com