fbpx

جنرال خوشحال سعادات له بریالۍ دندې ګوښه شو

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال” جنرال خوشحال سعادات” له خپلې دندې لرې شوی او پرځای یې د افغان حکومت له لوری جنرال عبدالصبور قانع په دنده ګمارل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچیني د خوشحال سادات د لیرا کېدا خبر په افغانستان کې “پژواک خبري اژانس” ته تایید کړی دی او ویلي دي چې د سعادات پر ځای “صبور قانع” په دنده ګمارلی دی.

د افغان حکومت په دغې پریکړه باندې ګڼ شمېر افغانانو خواشینی ښودلې ده او د خوشحال سعادات ګوښه کېدل یې د افغانستان په تاوان بللې دي.

د سرچینو پر وینا، جنرال خوشحال سعادات به له دې وروسته د افغانستان د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د رئیس په توګه خپله دنده ترسره کړي.

خوشحال سعادات نږدې یو کال وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی وو چې نن د افغان حکومت له لوري له دندې لیر کړی شو.

له دې وروسته به د خوشحال سعادات ځای ناستی عبدالصبور قانع وي، خو رسمآ لا هم نه د اعلان شوی.

د معلوماتو له مخې قانع له دې وړاندې په کورنیو چارو وزارت کې د مرستیالۍ دنده درلوده، خو د سعادات د لیرې کیدا دلایل لاهم نه دي څرګند شوي.

عبدالصبور قانع او خوشحال سعادات تېر کال د افغاستان د ملي امنیت شورا له لوري د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او د ستر سلاکار په توګه ټاکل شوي وو.

د خوشحال سعادات په لیرې کیدا سره ولس هم هک پک دي افغانان د سعادات په دنده له زړه خوښ و، د نوموړي په کامیابه ماموریت کې په افغانستان کې لنډه غر او غیر مسوول وسله وال هم مات کړی شو.

۳۴ کلن خوشحال سعادات په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان له ختیځ کونړ ولایت څخه د افغان ځواکونو په لیکو کې ځای پرځای شو چې په خپلو هڅو ان تر جنرالۍ ورسېد .

خوشحال سادات د زده کړو په بهیر کې هم دوه ماسټرۍ لري او د انګلستان په رایل پوهنتون کې زده کړي بشپړې کړې وې او له هعې ځایه د بهادرۍ توره جایزه هم ترلاسه کړې وه.

خوشحال سعادات په ورته ډیرو دندو باندې ټاکل شوی و، خو هغه مهال ډیر مشهور شو کله چې د ولسمشر غني له لورې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال وټاکل شو او د بلخ د پخواني والي اعطا محمد نور پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړل.

خوشحال سعادات لا هم د خپلې دندې د لرې کېدا په اړه څه نه دي ویلي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com