fbpx

پاکستان د اشیا کپ سیالیو کوربتوب له لاسه ورکولی شي

خبریال ډاټ کام/ د پاکستان اشیا کپ سیالیو کوربتوب هیلې له هغې وروسته له خاورو سره خاورې شوې،چې هند کریکټ بورډ پاکستان کریکټ بورډ ته جدي ځواب ورکړ او د خپلې لوبډلې د لیږلو څخه یې انکار وکړ.

د هند،بنګله دېش او سریلانکا په څیر دا ځلې د اشیا کپ سیالیو د کوربتوب نمبر د پاکستان وو،خو د هند لوبډلې په انکار سره داسې نه ښکاري چې د ۲۰۲۰ کال اشیا کپ سیالۍ دې پاکستان کې ترسره شي.

پاکستان کریکټ بورډ ددغو سیالیو لپاره له ډیره وخته راهیسې په چمتوالي بوخت وو،خو د هند لوبډلې د انکار سره اوس د پاکستان کریکټ بورډ لخوا دغو سیالیو ته ټول پلانونه له ناکامۍ سره مخ شول.

ټاکل شوي وه چې د ۲۰۲۰ کال اشیا کپ شل اوریزې سیالۍ به په راتلوونکي سپټمبر میاشت کې په پاکستان کې ترسره شوي وی،خو د هند لوبډلې د انکار وروسته به ممکن دغه سیالۍ په بنګله دېش،سریلانکا،امارات او یا هم په اسټرالیا هیواد کې ترسره شي،خو تراوسه پدې اړه وروستۍ پریکړه نده شوې.

د بنګله دېش کریکټ بورډ د مشر په وینا د اشیا کپ سیالیو د کوربه هیواد د معلومولو لپاره په راتلوونکي فبرورۍ ناسته کې بحث وکړي.

پاکستان کریکټ بورډ چې اوسمهال تر نورو هیوادونو زیات له مالي ستونزو سره مخ دی،پدې لټه کې دی چې په یوه او بله پلمه کمزورې لوبډلې خپل هیواد ته د سیالیو لپاره دعوت کړي،ترڅو وښيي چې د دوی په هیواد کې نړیوال کریکټ شتون لري،خو په حقیقت هره لوبډله چې پاکستان ته د سیالیو لپاره تللې،لوبغاړي یې ښې حاطرې ترې نه لري.

لدې وړاندې سریلانکایۍ کمزورې لوبډله چې پاکستان ته په سفر تللي وه،لوبغاړو یې د آسانتیاوو د نه شتون څخه شکایت کړئ وو.د دوی په وینا چې هغوی د بندیانو په څیر څارل کیدل او د باندې ازاده فضا کې د چکر اجازه نه ورکول کیده چې دوی له ذهني ستونزو سره مخ شوي وو.

لدې وړاندې تیر ۲۰۱۸ کال اشیا کپ سیالۍ د اماراتو په کوربتوب ترسره شوي وې چې هند لوبډلې په اتلوالۍ پای ته رسیدلي وې.

هند لوبډلې د یادو سیالیو په پایلوبه کې بنګله دېش لوبډلې ته د درې ویکټو په توپیر ماتي ورکړي وه.

په ۲۰۱۸ کال اشیا کپ سیالیو کې افغانستان هم ښې لوبې کړي وې، د خپل ګروپ په لومړۍ لوبه کې یې سریلانکا ته په ۹۱ منډو توپیر او بنګله دېش لوبډلې ته یې د ۱۳۶ منډو په توپیر ماتي ورکړي وه،خو وروسته په دوهم پړاو او حساسه لوبه کې یې له بنګله دېش څخه د ۳ منډو په توپیر لوبه بایلوده او له مخکې تګ څخه بې برخې شوه.

په یادو سیالیو کې افغاستان له هند سره لوبه مساوي پای ته رسولي وه.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com