fbpx

انوشکا شرما د هند پخوانۍ لوبډلمشرې په بیوګرافۍ فلم ډکوي

 

خبریال ډاټ کام/ د بالیووډ فلمونو اداکاره انوشکا شرما ويلي د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني مشرې جهولن ګوسوامي په بیوګرافۍ به یو لنډ نوی فلم جوړ کړي.

انوشکا شرما د فلم لړۍ د چهادکا اکسپریس له ښار څخه چې د جهولن ګوسوامي د زيږدو ځای دی،پيل کړه.

د جهولن ګوسوامي د ژوند او د هغې د کارکردګیو په اړه د فلم ډکولو خبر تیر کال په همدې وخت د سوداګریزو چارو څیړونکي تاران ادرش لخوا پخپله ټولینزه رسنۍ کې ورکړل شو.

انوشکا شرما د فلم ډکولو لپاره ځينې صحنې د کلکتې ايډن ګرډن لوبغالي کې هم ډکې کړې.

انوشکا شرما د «زېرو» فلم ډکولو وروسته کال کيږي چې نوموړې يو ځل بیا د فلم په سکرین راښکاره کیږي.

 زېرو فلم چې ډایريکټري يې اناند اېل رای په غاړه درلوده تیر ۲۰۱۸ کال د دسمبر په ۲۱مه نېټه نندارې ته وړاندې شوی و.په یاد فلم کې شاه رخ خان او کترینه کيف هم رول ادا کړئ وو. کترینه کيف که څه هم د یاد فلم وروسته په نورو فلمونو کې کار کولو ته دوام ورکړ، خو انوشکا شرما تر څه مودې له فلمونو ډکولو وققه واخیسته.

کال کيږي چې نوموړې د یوه اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د فلم نوي پروژه پيلوي.

د «زېرو» فلم وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې فلمي اداکاره انوشکا شرما به نور په بالیووډ فلمونو کار پريږدي.

نوموړي د یاد فلمونو ډکولو وروسته رسنیو سره خبرو کې ويلي و، چې نور فلمونو کې کار کولو ته اړتیا نه لري.

هغې د انټرئمینټ ډيلي سره په خبرو کې ویلي و: (( زما په خيال چې زه اوس هغې مقام ته رسيدلي یم،چې نوره په فلمونو کې تړون او کار کولو ته اړتیا نه وينم.))

تیره میاشت نوموړې ويلي،ځکه يې دا پریکړه کړي وه چې هغه مهال یې واده مراسم او نور اړین کارونه وو.

انوشکا شرما لدې وړاندې هم د سپورټ په اړه ځينې فلمونه ډک کړي دي. د هغې مشهور فلمونه ۸۳ او شاباش مېتو په نوم دي.۸۳ فلم د ۱۹۸۳ کال د هندوستان د نړیوال جام د اتلوالۍ د ګټلو په اړه دی او شاباش مېتو د هندۍ لوبډلې مشرې میتالي راج په اړه دی.

د يادولو وړ ده چې انوشکا شرما د هند کریکټ ملي لوبډلې اوسني مشر ویراټ کوهلي میرمن ده او دواړه څه موده وړاندې د کریسمیس د نمانځلو لپاره سویتزرلینډ هیواد ته تللي وو.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com