fbpx

ډهوني د معاش له تړون ویستل شوی

خبریال ډاټ کام/ هند کریکټ بورډ تیره ورځ د لوبغاړو سره کلني تړون (۲۰۲۰-۲۰۲۱) کیټګوری اعلان کړې،چې پکې د یادې لوبډلې مشهور لوبغاړی او پخوانی کپتان مهندراسینګ ډوهني له دغه لیست څخه غورځول شوی دی.

مهندراسینګ ډوهني چې د کریکټ په ډګر کې یوه مشهوره څیره شمیرل کیږي،د تیرو شپږو میاشتو راهیسې یې د هند کریکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې ندي کړي او ممکن همدا علت وي،چې نوموړی د (سنټرل کنټریکټ) یا مرکزي کلني تړون څخه ویستل شوی دی.

ډوهني په وروستي ځل د هند لپاره ټیسټ کریکټ سیالي په ۲۰۱۴ کال دسمبر میاشت کې ترسره کړې،همداشان وروستۍ شل اوریزه سیالي یې په ۲۰۱۹ کال فبرورۍ میاشت کې ترسره کړي او همداشان وروستۍ یو ورځنۍ سیالي یې په جولاۍ میاشت کې د نړیوال پنځوس اوریز جام نیمه پایلوبه کې ترسره کړي ده.

ډوهني که څه هم په سپین توپ د لوبې پارمټونو څخه،تراوسه تقاعدي نده اعلان کړې،خو د ځینو معلوماتو په اساس ویل کیږي چې نوموړی د کریکټ د لوبو څخه د تقاعدی ترتیبات نیسي.

ټایمز اف انډیا ته د رسیدلو معلوماتو له مخې چې مهندراسینګ ډوهني په پام کې لري چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل ټول موسم هم ولوبوي او که چیرې یې ښې لوبې ترسره کړې،بیا په سلیکټرانو پورې اړه لري چې نوموړی د اسټرالیا په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره په لوبډله کې اخلي او که یه!

د هند کریکټ بورډ لخوا د لوبغاړو سره د نوي تړون کیټګوری په څلورو برخو ویشل شوي.

 (اې پلس) کیټګوري کې شاملو لوبغاړو ته ۷ کروړه هندۍ کلدارې.

( اې) کیټګوری کې شاملو لوبغاړو ته ۵ کروړه کلدارې ورکول کیږي.

(ب) کیټګوری کې شاملو لوبغاړو ته ۳ کروړه او (سي) کیټګوری کې شاملو لوبغاړو ته ۱ کروړه هندۍ کلدارې کالنۍ معاش ورکول کیږي.

(اې پلس) کیټګوری کې: بومرا،ویراټ کوهلي او روهیت شرما شامل دي.

په (اې) کیټګوری کې: جېدیجا،اشوان،پوجارا،کمار،شامي،رهاني،شیکر دهوان،رهول،پنټ،کولدیپ یادوف او اشنټ شرما شامل دي.

په (ب) کیټګوری کې: هارډیک پانډیا،اومیش یادف،سها،چهال او اګروال شامل دي.

په (سي) کیټګوری کې: مانیش پانډې،ډیپیک چهار،کېدر جادوف،واشنګټن سنډر،انوما وهری،نودیپ سنی،شریس آیئر،او شردل تاکور شامل دي.

د یادولو وړ ده چې دا د ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسې لومړۍ ځل دی چې مهندراسینګ ډوهني د کنټریکټ لیست څخه بهر کیږي.

هند کریکټ ملي لوبډله اوسمهال د اسټرالیا په وړاندې د سیالیو کوربتوب په غاړه لري او په لومړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ کې د اسټرالیا لخوا په لسو ویکټو له سختې ماتي سره مخ شوه.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com