fbpx

د خوشحال سعادات په لرې کېدو افغانان سخت غوسه شوي

خبریال ډاټ کام: افغان حکومت د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ” جنرال خوشحال سعادات” تېره شپه له دندې لرې کړی او پر ځای یې جنرال عبدالصبور قانع اعلان کړ،خو په دې پرېکړه افغانانو کلک غبرګونونه ښودلي دي او سخت غوسه شوي دي.

افغان حکومت د جنرال خوشحال سعادات د لرې کېدو علت لاهم نه دي په ډاګه کړی او نه یې هم رسمي اعلان کړی دی، خو یو شمېر مهمو سرچینو د خوشحال سعادات د لرې کولو خبر تایید کړی دی، خو په دې پرېکړه افغانان سخت خواشیني دي چې ولې یو بریالی جنرال له دندې ګوښه او پر ځای بل وټاکل شو؟

د سرچینو پر وینا، جنرال خوشحال سعادات به له دې وروسته په دفاع وزارت کې د ښوونې او روزنې د رئیس په توګه نوې دنده پیل کړي، څو نوي جنرال وروزي او د افغانستان د راتلونکې لپاره پرې کار وکړي.

خو ګڼ شمېر افغانان د حکومت په دې پرېکړه سخت خواشیني دي او وایي چې جنرال خوشحال سادات د افغانستان لپاره د یوه کال په موده کې ترټولو ښه او بریالی ماموریت ترسره کړ چې د امنیتي حالاتو ترڅنګ یې زورواکان، لنډه غر جنګسالران ټول په کور کېنول.

د افغان حکومت له همدغې پرېکړې وروسته په ټولنیزو رسنیو د ولسمشر غني د مخالفینو ترڅنګ د هغه کلک ملاتړ کوونکو هم توند غبرګونونه ښودلي دي.

خو یو شمېر افغانان بیا وایي” په دې کې شک نشته چې تغییر او تبدیل، د یوې منل شوي اداري اصول دي چې د مدیریت د موثریت او د چارو د ښه والي په پار تر سره کیږي.

خو زیاتوي داچې د ولس له غبرګون سره مخ کیږي، علت یې دا دی چې په افغانستان کې له ډیرو کلونو راهیسې دا کار د زورواکیو، باجګیرانو، مافیا په فرمایش او یا د یوې معاملې له مخې صورت مومي.

خو وایي”که چېرې تغییر او انفکاک د بهبود په اساس او د وطن د ګټو په اساس وي؛ نو هرکلی یې په کار دی او که د پورته یادو شویو ناولو فکټورونو په اساس وي، بیا یې ملاتړ نه دی پکار.

بلخوا بیا یو شمېر حکومتي چارواکي دې پرېکړې ته په ډیر ښه نظر ګوري او وایي، چې خوشحال سعادات لوی زړور جنرال دی په ملي دفاع وزارت کې نوې دنده هم مهمه ده چې دلته به هم د هېواد د دفاع لپاره نوي ځوانان وروزي څو په کور دننه لنډه غر او د پردیو هېوادونو دښمنان له پښو وغورځوي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com