fbpx

د شفیق الله غفاري تاریخي توپ اچونې افغانستان ګټونکی کړ

خبریال ډاټ کام: د سوت افریقا په کوربه توب د نولس کلنو نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې افغان نولس کلنې لوبډلې د شفیق الله غفاري په کامیابې توپ اچونې سره کوربه افریقایي لوبډله په ګونډو کړه.

د نولس کلنو د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې نن پچه د سویلي افریقا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دوی ټاکل شوي پنځوس اورونه ونه لوبول، خو په ۲۹ اورونو کې ۱۲۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د سویلي افریقا لپاره په توپ وهنه کې برایس پارسون ۴۰ ډیرې او کواټزي بیا ۳۸ منډې جوړې کړې، خو نور توپ وهونکي د افغان توپ اچوونکو له لوري په لومړیو کې ښکار شو او د لوړ هدف په جوړولو ونه توانید.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې ځوان لوبغاړي شفیق الله غفاري نړیوال ګوته پر غاښ کړ، نوموړي نن په ۹.۱ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او شپږ مهم لوبغاړي له مخې پورته کړل.

دغه راز د افغانستان لپاره بل ځوان لوبغاړي نور احمد لکڼوال او فضل حق هم دوه دوه لوبغاړی وسوځول چې د افریقا لوبډله یې لوړ هدف ته پرېنښوده.

افغان لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې ټاکل شوی د ۱۳۰ منډو هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۵ اورونوکې ترلاسه کړ چې په دې سره یې په نړیوال جام کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

د افغان نولس کلنې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې عمران میر تر ټولو ډیرې ۵۷ منډې، دغه راز ابراهیم ځدراڼ ۵۲ منډې وکړې چې سیاله لوبډله یې له سختې ماتې سره مخ کړه .

د کوربه سویلي افریقا لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې کلیوټ دوه لوبغاړي او ون وارېن یو لوبغاړی وسوځوه.

دا سیالي افغانستان په اووه ویکټو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی هم شفیق الله غفاري اعلان شو چې نن یې د ویکټو طوفان وکړ او شپږ لوبغاړي وسوځول.

د سږنی نړیوال جام لومړۍ دوه پنځوسیزي ابراهیم ځدراڼ او عمران میر ووهلې او لومړۍ شپږ ویکټې بیا شفیق الله غفاري ترلاسه کړې.

د یادولو ده چې افغانستان به په نړیوال جام کې خپله دوهمه راتلونکې سیالۍ د جنورۍ پر ۲۲ مه نېټه د متحده عربي اماراتو نولس کلنې لوبډلې خلاف ترسره کړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com