fbpx

له افغان خاورې د امریکایي ځواکونو د ایستلو کمپاین پیل شو

خبریال ډاټ کام: د امریکایي رسنیو د معلوماتو له مخې د دې هېواد په دریو ایالاتونو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پراخ کمپاینونه پیل شوي دي چې یو شمېر لوړ پوړي امریکایي چارواکي ملاتړي دي.

د معلوماتو له مخې دغه پراخ کمپاین د امریکا د محافظه کار ګوند غړو او یوه غیر انتفاعي بنسټ له لوری په دریو ایالاتونو کې پیل شوی دی.

ویل کېږي د دې کمپاین هدف دادی چې امریکایي ولس وهڅوي څو پر خپلو مشرانو فشارونه راوړي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او سرتیري خپلو کورنو ته بېرته راستانه کړي.

د کمپاین مسوولین وایي، د دوی حرکت ډیر پراخ دی او غواړي چې خپل هدف ته پکې ورسېږي چې په همدې موخه به د یو اعشاریه پنځه میلیون ډالرو په لګښت دغه کمپاین په واشنګټن کې هم په انلاین ډول پیل شي.

د دې کمپاین ټول ګډونوال د امریکا تېر شوي پخواني حکمتونه ګرم بولی چې په افغانستان کې د جګړې په اړه خپل ولس ته دروغ ویلي دي او په یوه بې هدفه جګړه کې یې د زرګونه امریکایانو ژوند ته د پای ټکی کېښود.

د کمپاین غړي وایي، له دې لارې به د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم وریاده کړي چې په ۲۰۱۶ کال کې د افغان جګړې پای ته رسېدو او د سرتیرو د بېرته لېږلو کلکه ژمنه کړې وه، څو هغه پوره کړي.

د دې کمپاین غړي وایي، چې په افغانستان کې د کلونو راهیسې امریکایي پوځیان له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړو او د پوځی عملیاتو پر مهال وژل کېږي ،خو لاهم په افغانستان کې جګړه روانه ده.

دوی وایي امریکا په افغانستان کې په عملیاتو میلیونونه ډالر ولګول خو بیا یې هم افغان جګړه پای ته ونه رسوله بلکې لاهم اوږده شوه.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ټول ټال ۲۴۰۰ امریکایي سرتیري وژل شو دۍ چې ډیری یې د سړک غاړې ماین چاودنو، مخامخ جګړو او د بریدونو پر مهال له منځه تللي.

په تېر ۲۰۱۹ کال کې هم د امریکا نږدې ۴۱ سرتیري د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.

د یادولو ده د ۲۰۲۰ کال په پیل کې هم دوه امریکایي سرتیري د افغانستان په کندهار ولایت کې د یوه ماین چاودنې ښکار شوي وو.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com