fbpx

پنجاب پښتونخوا ته د غنمو په وړلو بندیز لګولی

خبریال ډاټ کام: د تېرو پنځو ورځو راهیسې د پاکستان له پنجاب څخه د پښتنو سیمي خیبر پښتونخوا ته د غنمنو په وړلو سخت بندیزونه لګېدلي دي چې په دې توګه هیڅ شخص او شرکتونه نه شي کولی چې غنم خیبر پښتونخوا ته ولېږدوي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو هم خبر ورکړی دی چې د پنجاب له لوري په پښتونخوا د غنمنو له بندېدو سره سم د ۲۰ کیلو ګیرامه اوړو بیه ۱۱۷۰ کلدارو ته پورته شوې ده چې خلک یې په اخیستلو کې پاتې راغلي دي.

د معلوماتو له مخې د پنجاب حکومت په دې سیمه کې د اوړو او غنمو لویو لویو شرکتونو ته اعلان کړی دی چې هغه سوداګر غواړي غنم پښتونخوا ته ولېږدوي هېڅ ورسره راکړه ورکړه مه کوئ، نه غواړو چې غنم او وړه د پښتنو سیمو ته ولاړ شي.

یو شمېر پاکستانۍ رسنۍ بیا داهم وایی چې د پنجاب حکومت دا ځل په کلکې ارادې سره په پښتونخوا اوړه او غنم بند کړي دي او خیبر پښتونخوا سره یې په سرحد باندې پوستې جوړې کړي دي،څو ټولې لویې موټرې وګوري او د غنمو وړو د لیږد مخه ونیول شي.

د خیبر پښتونخوا د وړو د اتحادیې مشر طارق خان هم رسنیو ته ویلي دي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې ورسره د پنجاب د حکومت له لوری دا چاره روانه ده او نه شي کولی چې له پنجاب څخه غنم ترلاسه کړي.

د نوموړي پر وینا اوس دوی هڅې پیل کړي دی چې د پنجاب پر ځای له کوټې د غنمو انتقال پیل کړي.

په مردان کې هم یو شمېر سوداګر شکایتونه کوي چې د پنجاب څخه د وړو اخیستلو پر مهال په لویو لارو رسمآ د پاکستاني ځواکونو له لور تالاشي اخیستل کېږي او د اوړو یا غنمو د وړلو مخنيوي کوي.

خو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان چارواکو بیا له دغې ستونرې وروسته پنجابي حکومت ته د اخطار په توګه ویلي دي که چېرې غنم یا اوړه نور ور نه کړي بیانو دوی هم په پنجاب ګاز او به بندولی شي.

د پښتونخوا حکومت وایی، چې له دوی سره یوازې د اوړو د څلورو ورځو ذخیره پاتې ده او له هغې وروسته نه شي کولی چې مېشتو خلکو ته وړه ورسوي.

د یادولو ده چې هرکال په پښتونخوا اوړه او غنم د پنجاب له لوري بندیږي چې پښتانه یې له لویو ستونزو سره مخ کړي دي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com