fbpx

ټرمپ خامنه یي ته: دومره ستر سړی هم نه یې، پام کوه

خبریال ډاټ کام: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د مذهبي مشر ایت الله عالي خامنه یې ته په خطاب کې ویلي دي” اوس د پخوا په څېر ستر هم نه یې، خپلو لویو خبرو ته دې پام کوه”

ټرمپ ایراني مشرانو ته خبر داری ورکړی دی چې خپلو خبرو ته دی متوجه وي کنه له سختو بندیزونو سره به مخ کړی شي چې ان خلاصول به هم ترې ستونزمن وي.

د ټرمپ پر وینا د ایران مذهبي مشر چې په دې وروستیو کې دومره ستر هم نه دی، خو د امریکا او اروپا په اړه یې په خپلو څرګندونو کې ناوړه خبرې کړي دي،هغه باید له خپلو خبرو سره په بشپړ ډول پام وکړي.

د ډونالډ ټرمپ په خبره د ایران اقتصاد د نابودۍ په حال کې دی، خو ایراني مشران یې د ولس پروا نه ساتي یوازې غیر قانوني اقدامات ترسره کوي.

خامنه اي تېره ورځ د جمعې لمانځه په خطبه کې امریکا ته په خطاب کې د مسخرې په شکل وویل، چې دوی دومره قوت نه لري چې د ایران پر وړاندې ودریږي.

ایت الله علي خامنه یې پرون د جمعې لمانځه په خطبه کې وویل، چې لویديځ هېوادونه دومره قدرت نه لري چې ایرانیان مات کړي ایران یو ځواکمن هېواد دی چې امریکا یې په وروستیو کې له ماتې سره مخ کړې ده.

نوموړي د جمعې لمانځه کې د خطبې پر مهال له خپلو هیوادوالو هم وغوښتل چې یو موټی شي ، دغه راز خامنه يي په خپله وینا کې وویل چې د اوکرایني الوتکې سقوط یوه ترخه پېښه وه.

د خامنه ای او ډونالډ ټرمپ خبرې وروسته له هغې سره تبادله شوې کله چې په سیمه کې حالت سخت کړکیچن شو، دواړه لوري یو بل ته سخت ګواښونه هم کوي.

په سیمه کې وروستی کړکیچ هغه مهال رامنځته شو کله چې امریکا په عراق کې د ایراني ځواک یو لوړ پوړی قومندان قاسم سلیماني د یوه هوایي برید په پایله کې هلاک کړ.

له دغې برید وروسته ایران د غچ اخیستلو پر موخه په عراق کې د امریکایی ځواکونو په اډو توغندیز بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یو شمېر امریکایی سرتېرو ته پکې دماغې ناروغي پېښه شوه.

د همدې کړکیچ پر دوام ایران په تیروتنې سره په تهران کې د اوکراین یوه مسافر وړونکې الوتکه هم وویشتله چې په سیمه کې کړکیچ لاهم پسې وغځوه.

د یادولو ده چې په دغې الوتکه کې نږدې ۱۷۶ کسان سپاره و چې یو شمېر یې افغانان هم و ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com