fbpx

شمالي وزیرستان کې دوه قبایلي مشران وژل شوي

خبریال ډاټ کام: د ورستیو معلوماتو له مخې د پاکستان په شمالي وزیرستان کې یو ځل بیا د نامعلومو وسله والو په ډزو کې دوه نور قبایلي مشران هم وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان لوړ پوړو امنیتي چارواکود دې پېښې پخلی کړی دی او خبر یې ورکړی دي چې دغه پېښه پرون د جمعې په ورځ مازدیګر ناوخته رامنځته شوې ده چې له امله یې د دې سیمي دوو قبایلي مشرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پولیسو د شمالي وزیرستان یاده سیمه او هم یې د وژل شویو قبایلي مشرانو نومونه په ډاګه کړي دي، د دوی پر وینا پېښه د تحصیل په محمد خېلو سیمه کې د وسله والو له لوري رامنځته شوې ده چې پکې د ملک زکا الله او ملک ولي خان په نوم دوه مشران هدف ګرځول شوي.

پولیسو د دې پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو وایي چې دواړه مشران د وسله والو له لوري هدف ګرځول شوي بیا ویشتل شوي دي او له سیمي په تېښته بریالي شوي دي.

له دې یوازې دوه ورځې وړاندې یوه بله پېښه هم رامنځ ته شوې وه چې له امله یې یو قبایلي مشر وژل شوی وو.

په شمالي وزیرستان کې څه هم حکومتي او امنیتي چارواکي ادعاوې کوي چې په بشپړ ډول امنیت راغلی دی
خو د سیمي خلک وایي چې وخت ناوخت پر ناڅاپي بریدونه کېږي، وژل کېږي، تښتول کېږي او هم شکنجه کېږي.

یو شمېر نور قبایلي مشران بیا ادعاوي کوي چې په شمالي وزیرستان کې ټول مخور مشران د پاکستاني پوځیانو له لوري وژل کېږي، څو د قومونو یو والی له منځه ولاړ شي او د حکومت پر ضد پاڅون ونه کړي.

خلک وایي، یو شمېر وسله وال هم د شمالي وزیرستان په غرونو او ډیری نورو پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستاني ریاست له لوري ځای پر ځای شوي دي څو د حکومت ضد پاڅوونکونکي ووژني.

پاکستانی ریاست په بشپړ ډول د پښتون مېشتو سیمو کې په امنیت راوستلو کې ناکامه راغلی دی، دوی په خپله هم وخت ناوخت قبایلي مشران له همدې امله وژنی څو په پښتنو د شویو ظلمونو پرده پورته نه کړي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې یوازې څو ورځې وړاندې په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د شل زره کسانو په شتون کې د پاکستاني ریاست پر ضد جلسه ترسره شوه.

په دغې جلسه کې (پي ټي ایم) له پاکستاني ریاسته وغوښتل چې ژر تر ژره دې له شمالي وزیرستانه وسله وال وباسي، خښ شوي بمونه دې لري کړي او هدفي وژنو ته دې هم د پای ټکی کېږدي، خو نن بیاهم ورته پېښه رامنځته شوې ده.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com