fbpx

مشفيق الرحیم پاکستان ته له سفر انکار وکړ

خبريال ډاټ کام/ د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي مشفيق الرحيم پاکستان ته له دورې کولو انکار کړئ دی.

بنګله دېش کریکټ بورډ نن شنبه د پاکستان په وړاندې د درې شل اوریزو سيالیو لپاره لوبډله اعلان کړه، چې د یادې لوبډلې پیاوړی او تجربه کاره لوبغاړی مشفيق الرحیم پکې شتون نه لري.

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې ټاکوونکي ډالګۍ مشر منهاج العبدین ويلي چې مشفيق الرحیم وړاندې دوی ته د پاکستان د دورې د نه سفر په اړه خبر ورکړئ و.

ويل کيږي چې مشفيق الرحیم د شخصي ستونزو له کبله د پاکستان له دورې انکار کړئ دی.

د مشفيق الرحيم نه شتون به د بنګله دېش کريکټ ملي لوبډلې لپاره یوه ستره ضربه وي.

د پاکستان او بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د درې شل اوریزو سيالیو لومړۍ شل اوریزه سيالي به د روانې جنورۍ مياشتې په ۲۴مه نېټه په لاهور ښار کې ترسره شي

ددغو سيالیو لپاره بنګله دېش محمدالله د لوبډلې کپتان نومولی او همداشان د زیاتې مودې وروسته تمیم اقبال ته هم په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

بنګله دېش لوبډله: محمدالله(لوبډلمشر)،سومیا سرکار،نعیم شيخ،نجم الحسين شانتو،لېټن کمار ډس،محمد مېتهن،مهدي حسن،امین الاسلم بيفب،مستفيظ الرحمان،شفيع الاسلام،الامین حسين،روبل حسن،حسن محمد.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې په لاهور ښار کې په سريلانکايي لوبغاړو د بس په موټر له حملې وروسته، هيڅ خارجي مشهوره لوبډله پاکستان ته د سيالیو لپاره د ورتګ زړه نه ښه کوي. په ياد برید کې شپږ سريلانکايي لوبغاړي ټپيان شوي وو.

پاکستان هر ځلې نړيوالو لوبډلو ته د خپل هيواد د امنیت په اړه ډاډ ورکوي،خو سره ددې بهرنۍ پياوړې لوبډلې د پاکستان د امنيت په اړه شک لري او هلته له دورې انکار کوي.

پاکستان کریکټ بورډ په پام کې لري چې دا ځلې ټولې پاکستان سوپر ليګ سيالۍ دننه په پاکستان کې ترسره کړي،خو سر له اوسه ځينو بهرنیو او مشهورو لوبغاړو هلته له ورتللو انکار کړئ دی.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com