fbpx

طالبانو امیرخان متقي له مذاکراتي‌ټیم نه وایستلو

خبریال ډاټ کام / د طالبانو د مطبوعاتيټیم پخوانی مسئول او د کوټې شورا غړی امیر خان متقي له مذاکراتي ټیم څخه ایستل شوی دی .

د نوموړيپر ځای باندي د شیخ ترکمن په نوم د طالبانو د کوټې شورا یو بل غړی ټاکل شوی دی .

شیخ ترکمن په جلوزو ترکمن کمپ کې مدرسه لري او په شماليولایتونو کې د طالبانو په لیکو کې پراخ نفوس لري .

طالب سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل چې دا پرېکړه د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخوند زاده کړې ده .

که څه هم تر اوسه لا طالبانو دا موضوع رسمأ نه ده اعلان کړې ،خو ښاغلی متقي له تېرو څه دپاسه دریو میاشتو د طالبانو له پوښتنو ګروېږنو سره مخامخ وو.

د طالبانو د قطر ددفتر یوې سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې پر امیر خان متقي د نورو طالب مشرانو په کارونو کې د لاس وهنې او هم دا ډول پر خپل سر له قطري چارواکو سره ملاقاتونه او په پاکستان کې دننه د پراخو جایدادونو د جوړېدو تورونه پوريشويدي‌.

سرچینې وايي چې امیر خان متقياو د هغه کشر ورور یوه میاشت وړانديطالبانو په کوټه کې تر تحقیقاتو لاندينیوليوو چې وروسته یې ورور دلنډيمودې لپاره د طالبانو له لوريزنداني هم شو ،خو وروسته د نورو طالب مشرانو په منځګړتوب راخوشيشو .

د قطر د دفتر یوه غړيچې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شيخبریال ویب پاڼې ته وویل چې د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخوند امیر خان متقي ته امر کړی چې له قطر نه ووزي ، خو سرچینه واييچې د ښاغليمتقيپاکستانی پاسپورټ او شناختې کارډپاکستانيحکومت بلاک کړياو ښايي هغه ژر پآکستان ته لاړ نشي‌.

امیر خان متقيکه څه هم تر اوسه څه نه ديویلي، خو د طالبانو د مطبوعاتيټیم یوه غړيراته وویل چې ښايي ښاغلی متقيبېرته رسنیزيډليته ستون شي‌.

طالبان واييچې ښاغليمتقيله زلميخلیلزاد او پآکستان حکومت سره هم ښې اړیکيدرلودې او په داسيیوه نازک وخت کې د هغه لیريکېدل ښاييپر راتلونکياوربند او د طالبانو او امریکا ترمنځ پر خبرو اغیز وکړي‌.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com