fbpx

پاکستاني زندانونو کې بندیان په بیلابیلو مرضونو اخته شوي

خبریال ډاټ کام/ د پاکستان دبشري حقونو مرکزي وزارت  په خپل یوه څيړنیز راپور کې ویلي،چې د پاکستان په زندانونو کې تر نیمایي زیات بندیان په سزا نه دي رسیدلي او زرګونه پکې په مختلفو ناروغیو اخته شوي دي.

اسلام آباد کې تیره ورځ د زندانیانو د بد حالت د په اړه د مقدمې اوریدنې پرمهال دا معلومه شوه ،چې د یاد هېواد په څلورو واړو صوبو کې په زندانونو کې بندیان په بیلابیلو ناروغیو اخته شوي او درملنه یې نه کیږي.

په راپور کې ویل شوي،چې په ۴ صوبو کې ۵۱۸۹ زندانیان په ایډز، ژيړي،ټي بي یا نری رنځ او نورو ناروغیو اخته شوي دي او علاج یې نه کیږي.

سرچینه وایي په یادو زندانونو کې په ټولیز ډول ۱۸۲۳ زندانیان په ژیړي،۴۲۵ په ایډز، ۱۷۳ په نري رنځ،۵۹۴ په رواني یا ذهني ناروغۍ او ۲۱۹۲ په نورو مختلفو مرضونو اخته دي.

په راپور کې راغلي ،چې بندیان په ډير بد وضعیت کې قرار لري او هیڅ درملنه یې نه کیږي او آن ډيری یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

دغه راپور،چئ عدالت ته وړاندې شوی پکې ویل شوي، چې د خیبر پښتونخوا په بند خونو کې ۷۱ سلنه ، د سند په زندانونو کې ۷۰ ، د پنجاب په زندانونو کې ۵۵ سلنه او د بلوچستان په زندانونو کې ۵۹ سلنه بندیانو برخلیک نه دی معلوم او تراوسه یې سزا هم نه ده ورکړل شوې.

شیرین مزاري نومیږي د یاد وزارت مشره ده ،چې راپور یې وړاندې کړی.

نوموړې له عدالت نه غوښتي هغه ناروغان چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي باید خوشې کړای شي څو خپله درمنله وکړي.

هغې ویلي، د  ډيری بندیانو حقوق نه ورکول کیږي او ډيری لا له خپل جرمه هم نه دي خبر خو کلونه کیږي په بند خونو کې پراته دي.

په راپور کې ویل شوي،چې په زندانونو کې له ښځینه بندیانو او دهغو له ماشومانو سره هم ناوړه چلند کیږي او شوی دی.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com