fbpx

چینایان په یوې نوې ناروغۍ اخته شوي

خبریال ډاټ کام/ په چین هېواد کې لسګونه کسان په یوه نوي ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیايي چارواکو د څيړنو له مخې دغه وایرس د سکاروي ناروغي رامنځته کوي،چې لسګونه چینایان پرې اخته شوي او تر دې دمه یې دوه تنه مړه کړي هم دي.

په چین کې د ووهان ښار روغتیايي مسولین وایي،چې تر دې دمه به ۴۵ کسانو کې دغه ناروغي لیدل شوې.

دوی وایي، په دې ناروغانو کې د پنځو تنو وضعیت د اندیښنې وړی او نور ناروغانو بیا د اندیښنې وړ نه دي.

بل لور ته امریکایي چارواکو هم له مرکزي چین نه د راتلونو مسافر د معاینې خبره کړې.

دوی وایي د امریکې په هوایي ډګرونو کې به مرکزي چین نه د راتلونکو مسافر لومړی معاینه کیږي اوله

له پوره ډاډ ترلاسه کولو وروسته به پریښودل کیږي.

امریکایي روغتیایي چارواکي زیاتوي،چې په کومو کسانو کې ،چې په هغوکسانو کې چې نوی وایرس

شتون ولري پر به یې نږدي.

خو چینایي چارواکي بیا وایي ډیر هغه ناروغان چې دا وایرس پکې لیدل شوی د ووهان ښار د خوراک په یوه بازار کې کارکوونکي دي او یا هم دغه بازار ته تللي خلک دي.

یوشمیر راپورونه بیا وایي دا وایرس له چین هېواد نه نورو هېوادونو ته هم خپور شوی دی.

تر دې دمه له چین نه د باندې په دې ناروغۍ اخته درې تنه موندل شوي،چې دوه یې په تایلنډ او یو یې په جاپان کې شتون لري.

روغتیايي چارواکي دا وایرس د کورونا وایرس یو قسم بولي او وایي د تبې او سختۍ ناروغۍ لامل جوړیدای شي.

دمعلوماتو له مخې له چین نه د باندې په نورو هیوادونو کې هم تر ۵۰ تنه له دې ناروغۍ اغیزمن شوي دي.

خو بل لورته ته بیا ساینس پوهان د دې ناروغۍ دنورې خطرناکه کیدو خبره هم کوي.

تر دې دمه لږ تر لږه د اسیا شپږ هیوادونو د مرکزي چین نه ورتلونکو مسافرو معاینه پيل کړې څو باوري شي،چې دا ناروغي پکې شتون نه لري.

د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی، چې دا ممکنه ده، چې دغه وایرس په پراخه کچه خپور شي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com