fbpx

پښتونخوا ته پنجاب نه د غنمو پر وړلو بندیز لرې کړای شو

خبریال داټ کام/ خیبر پښتونخوا ته له تیرو څو ورځو راهیسې د پنجاب نه دغنمو پر وړلو بندیز لګیدلی وو.

 

خو تازه د خیبر پښتونخو د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وایي، له سختو نیوکو او ګواښونو وروسته دغه بندیز لرې کړای شو.

 

له تېرو څو ورځو راهسې په ټولنيزو رسنیو کې هم سختې نيوکې روانې وې، چې پنجاب خیبرپښتونخوا ته د وړو او غنمو په لېږدولو بندېز لګولی دی.

 

د پنجاب نه خیبرپښتونخوا ته د بندېز له امله په پښتونخوا کې ۲۰ کيلوګرامه وړه ۳۷۰ روپۍ ته لوړ شوي او نرخ يې د ۸۰۰ سوه نه ۱۱۷۰ روپو ته رسېدلی وو.

 

شوکت يوسفزي زیاته کړه،چې  اوس به خیبرپښتونخوا ته د وړو او غنمو په راتلو هیڅ بندېز نه وي.

 

په ورته مهال د خیبرپښتونخوا د وړو د میلونو د اتحاديې مشر طارق خان وایي، چې د پنجاب نه د غنمو او وړو راوړل لا نه دي پيل شوي خو بندیز پای ته رسیدلی دی.

 

يوسفزی وايي، دا بندیز ورسته له هغې ختم شو،چې پښتنو مشرانو ګواښونه وکړل او د خیبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان له عمران خان سره په دې اړه ولیدل.

 

یو شمیر نورو پاکستاني چارواکو هم د دې بندیز د ختم  پخلی کړی او ویلي یې دي،چې له پنجاب نه خیبر پښتونخوا ته د وړو اوغنمو بندیز لرې شوی دی.

 

تیره ورځ  د خیبر پښتونخوا او بلوچستان چارواکو له دغې ستونزې وروسته پنجابي حکومت ته د ګواښ په توګه ویلي وو که چېرې غنم یا اوړه نور ور نه کړي بیانو دوی هم په پنجاب ګاز او اوبه بندولی شي.

 

د پښتونخوا حکومت ویلي وو، چې له دوی سره یوازې د اوړو د څلورو ورځو ذخیره پاتې ده او له هغې وروسته نه شي کولی چې مېشتو خلکو ته وړه ورسوي.

 

د یادولو ده، چې په پښتونخوا د پنجاب له لوري د غنمو او وړو بندیز دا لومړی ځل نه دی هرکال پنجابی حکومت ورته کړنې تکراروي او په یو نه يو ډول پښتانه ځوروي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com