fbpx

اين سرینواسن: ډوهني به په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل کې هم ولوبیږي

خبریال ډاټ کام/ د هند کریکټ بورډ لخوا د کلني معاش تړون څخه د مهندراسینګ ډوهني د ویستل کیدلو سره سم په ټولینزو رسنیو کې د هغه تقاعد کیدو په اړه اوازې خپرې شوې، خو د ای پي ایل سيالیو مخکښې چنای سوپر کینګز لوبډلې مشر او سپانسر این سرینواسن تایید کړې چې مهندراسينګ ډوهني به نه یوازې په روانو ای پي ایل سيالیو کې،بلکې په راتلوونکي ۲۰۲۱ کال ای پي ايل سيالیو کې به هم له دوی سره ولوبیږي.

نوموړي وويل: (( ډوهني به روان کال کې ای پي ايل کې هم لوبې ترسره کړي او راتلوونکي ای پي ایل نيلامۍ پړاو کې به یې، بیا هم له ځان سره وساتو.))

ډوهني لدې وړاندې هغه مهال چې چنای سوپر کینکز لوبډله د دوه کلن بندیز سره مخ شوي وه، د یادې لوبډلې مشر و او راتلوونکي ای پي ایل سيالیو کې به بیا هم د یادې لوبډلې مشري په غاړه ولري.

د نړیوال جام دوه ځلې اتلوالۍ ګټوونکی پخوانی کپتان مهندراسینګ ډوهني څو ورځې وړاندې د هند کریکټ بورډ لخوا د لوبغاړو سره د مرکزي کلني تړون یا سينټرل کنټریکټ لیست څخه لدې کبله بهر کړل شو،چې شپږ میاشتې يې د هند کریکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې نه وې ترسره کړې.

د هند کریکټ بورډ یوه چارواکي چې نه یې غوښتل چې نوم یې واخیستل شي،پي ټي ای سره په خبرو کې ويلي چې بورډ د ډوهني سره د کنټریکټ لیست کې د نه شامليدو په اړه لا وړاندې مشوره کړې او له هغې وروسته دوی دغه لیست خپور کړئ دی.

هغه وويل: (( د هند کریکټ بورډ چارواکو له مهندراسينګ ډوهني سره خبرې کړي او ورته ويلي چې دوی په کوم ډول ددغه کنټریکټ لیست سره مخکې لاړ شي.هغه ورته ويلي چې د ۲۰۱۹ کال سپټمبر څخه تردې دمه،ما لوبې ندي کړي او باید کنټریکټ لیست کې هم شامل نشم.))

ياد چارواکی زیاتوي د لوبغاړو سره د کلني معاش تړون موده تر نړيوال جام پورې پای ته رسيږي او که چیرې ایم ایس ډوهني ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام پورې لوبډلې ته راستون شي، بیا هم کنټریکټ لیست کې شاملیدلی شي.

د یاد چارواکي په وینا د کنټریکټ لیست څخه د ډوهني ویستل پدې معنا ندی چې د خرابو لوبو له کبله ویستل شوی. بلکې لدې کبله ویستل شوی چې نوموړي تر زیاتې مودې لوبې ندي کړې.

هند لوبډله اوسمهال د اسټرالیا سره پخپل کوربتوب په لوبو بوخته ده.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com