fbpx

د نوک په اړه ځان خبر کړئ

خبریال ډاټ کام/ د انسان دبدن هر غړی بیلابیلې دندې لري ماهم دلته درته د بدن د یوه ډير حساسې نقطې په اړه لیکل کړي.

لومړی اړینه بولم ،چې په دې پوه، چې نوک څه ته وايي؟

نوک د لاسونو یا پښو د ګوتو د ډیسټال سطحې په مخ بهرنۍ جلدي برخې څخه عبارت ده.

که څه هم د ټول بدن د غړو ساتنه اړینه ده ځکه د الله ج دا لوی او ستر نعمتونه هرکله نشي ترلاسه کیدای خو د دې سره سره باید انسان د خپلو وړو اندامو خیال هم وساتي لکه د ګوتو او نوکانو ساتل.

نوکان باید څه وخت پریکړل شي؟

د لاسونو نوکان نسبت نسبت د پښو تر نوکانو ژر لویږي او په هغه لاس باندې، چې کار کیږي د هغه لاس نوکان نسبت بل لاس ته ژر لویږي.

په اوسط ډول سره هر نوک په ورځ کې(0.1) ملې متره لویږي. نو په کار داده، چې نوکان ژر ژر پرې کړل شي.

په هر صورت دا مهمه ده، چې نوکان باید پریکړل شي دا ځکه چې که نوکان تیره وي نو د کور په کار کې په ټوکر او یا په بل څه کې بندیږي او هغه څیرې کوي.

اوږده نوکان د بدن سره نښلي او بدن زخمې کوي. او دغه راز تر نوک لاندې خیره او جراثیم سره یو ځای کیږي،چې دا پخپله د روغتیا لپاره د خطر زنګ وي او که دا جراثیم او خیره نس ته لاړه شي بیا ناورین دی.

حداقل هره اونۍ کې باید یوځل نوکان پرې کړل شي

د نوکانو د پرې کیدو یوه بله ګټه داده، چې نوکان درځ نه کوي، نه ماتیږي او نه هم خپله طبعې ځلا له لاسه ورکوي.

له دې سره سره کله،چې نوکان ژر ژر پریکړل شي نو نوک ژر لویږي او دا د بدن د روغتیا لپاره ډیر ګټور دي.

نوکان باید په څومره ورځو کې پریکړل شي؟

په اسلامي شریعت کې د نوکانو پریکول د فطرت څخه شمیرل شوي دي.

په اونۍ کې یو ځل نوکان پریکول مستحب دي. په (۵) ورځو کې پریکول یې جایز دي. او تر (۴۰) ورځو ځنډول یې مکروه دي.

د نوکانو زیات پریښودل د ګناه سبب ګرځي له همدې کبله هغه نارینه او ښځینه، چې نوکان د فیشن لپاره پریږدي دا درست کار نه دی.

پر غټو نوکانو باندې شیطان کیني

امام غزالي رحمة وایي، چې تاسې نوکان لنډوئ دا ځکه چې پر غټو نوکانو شیطان کیني.

په غاښونو نوکان پریکول مصیبتونه راولي

په غاښونو باندې نوکان پریکول مکروه عمل دی او بله دا، چې د پييس د ناروغۍ سبب ګرځي.

ځینې کسان ولې خپل نوکان خوري یا چیچي؟

ساینس پوهانو په دې باندې ډیرې څیړنې کړې دي. هغوې دې پایلې ته رسیدلې دي،چې دا ډول عادت د تشویش، ذهنې فشار، ویرې او غوسې په وختونو کې منځ ته راځي او په مجموع کې دا عادت د لوړ ذهنې فشار له کبله راځي.

څنګه مو نوکان د غاښونو له خوړلو او چیچلو څخه ژغورلی؟

۱:ـ تل کوښښ وکړئ چې نوکان مو ژر ژر پرې کړئ.

۲:ـ  تل خپل لاسونه په یو څه بوخت وساتۍ لکه په لیکلو او یا داسې نور څه …

۳:ـ کله چې فارغه شئ نو یو څه باید ضرور وخورئ تر څو د نوکانو له خوړلو وژغورل شئ.

۴:ـ تل د نوکانو د خوړلو پر مهال هغه ناروغې په ذهن کې راوله چې ورڅخه پیښیږي، لکه د معدې زخم، د کولمو سرطان،د کولمو چینجیان، پیچس او داسې نور…

۵:ـ خپلې کورنۍ او یا ملګرو ته ووایاست چې، د نوکانو د خوړلو او یا چیچلو پر مهال هر څه در په یاد کړي.

نوکان مو له خپلې ناروغۍ خبروي

نوکان د پروټینو څخه جوړ شوي دي نو له همدې کبله د نوکانو رنګ شکل او اندازه پر یو شې باندې دلالت کوي.

د بیلګې په ډول:

۱:ـ  ډیر خام مواد او پیکه رنګه نوک چې اندازه یې بدلیدونکې وي او په عمومې ډول سره ګردي نوکان وي دا موږ ته دا ښایي چې دا کس د وینې په کمښت یا Anemia  باندې اخته دی.

۲:ـ  ژیړ رنګه بدلیدونکی او مات نوکان د چڼاسو عفونت یا fungal infection دي.

۳:ـ  شین رنګه نوک چې په اندازه کې کوچنی وي او شکل یې بدلیدونکی وي د سږو عفونت یا lung   infection دي.

۴:ـ  لږ خام پیکه رنګه نوک چې یا مات وي او یا یې هم درځونه کړې وي شکل یې مقعدې وي دا په بدن کې د جاغور عفونت thyroid infection دي.

۵:ـ  نیم سپین او نیم ګلابې رنګه نوک ،شکل یې تغیر ورکوونکی وي دا په بدن کې د پښتورګو د ناروغیو یا kidney diseases سمبول دی.

۶:ـ ګلابې رنګه نوک چې درځونه یې کړې نه وي او مات شوې هم نه وي دا په روغ بدن باندې دلالت کوي.

نوکان په احادیثو کې

د حضرت جابر (رض) څخه روایت دی چې نبپ کریم(ص) وفرمایل: ((نوکان او ویښتان دې ښخ کړل شي تر څو جادوګر ورڅخه استفاده ونه کړي)).

د نوکانو او ویښتانو په چټل ځای کې غورځول مکروه دي.

له حضرت ابو هریره(رض) څخه روایت دی چې نبې کریم(ص) به د جمعې له لمانځه څخه مخکې خپل نوکان او بریتونه لنډول.

د حضرت ام المومنین عایشه (رض) څخه روایت دی، چې نبې کریم(ص) وفرمایل چې تاسو د جمعې په ورځ خپل نوکان لنډ کړئ تر څو تر راتلونکې جمعې له تکلیفونو وژغورل شئ.

د ابن عباس(رض) څخه راویت دی، چې تاسو د جمعې په ورځ د نوکانو پریکول شفاء ده او ناروغۍ لیرې کوي.

له حضرت جابر(رض) څخه روایت دی، چې نبې کریم(ص) وفرمایل تاسو خپل نوکان لنډوئ ځکه چې د نوک او ورۍ ترمنځ شیطان ځغلي.

د نوکانو په پریکولو کې د راسته لورې څخه شروع وکړئ.

نو باالاخره خپلو نوکانو ته ډیره پاملرنه وکړئ څو له ډيرو ناروغیو په امن او د خوشبختیو خاوندان شئ.

 

راټولونکې او لیکواله: د طب پوهنځي محصله عاقله اسد

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com