fbpx

امریکا کې په زرګونه خلکو د ټرمپ پر ضد لاریون کړی

خبریال ډاټ کام: نن سهار یو ځل بیا د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې په زرګونه ښځو ” د ولسمشر ډونالډ ټرمپ” پر ضد پراخ لاریونونه کړي دي.

د امریکایي رسنیو راپورونو له مخې نن له سهار راهیسې سلګونه ښځې په نیویارک سیټي او زرګونه نورې بیا په واشنګټن ډي سي کې راټولې شوې دي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.

د معلوماتو له مخې د تېر کال په پرتله د دې لاریونوالو شمېر لږ ښودل شوی دی، خو له شنبې ورځې راهیسې د امریکا په ۱۸۰ لویو ښارونو کې د ټرمپ پر ضد د ښځینه و دا لاریونونه پیل شوي دي .

ویل کېږي چې لاریون کوونکو آن غوښتل چې د سپینې ماڼۍ داخل ته هم ولاړ شي، خو په دغې ماڼۍ کې هغه مهال ولسمشر ډونالډ ټرمپ موجود نه و او د اونۍ د پای په رخصتۍ وتلی و.

خلک وایی، که چېرې ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې موجود وی د دې زرګونه کسانو مخه هیچا هم نشوه نیولی، بلکې کولی شو چې سپینې ماڼۍ ته نننوتي وی.

لاریون کوونکو د تل په څېر یوځل بیا ټرمپ ته په خطاب کې وویل، چې تر اوسه یې د واک پر مهال له دوی سره کړې وعدې نه دي پوره کړي.

بلخوا په امریکا کې څو ورځې وړاندې هم له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ایستلو پراخ کمپاین پیل شوی دی چې ګډونوال یې هم ډیر ښودل شوي دي.

د معلوماتو له مخې د دې هېواد په دریو مهمو او سترو آیالاتونو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پراخ کمپاینونه پیل شوي دي چې یو شمېر پخوانیو امریکایي چارواکو یې هم ملاتړ کړی دی.

دغه پراخ کمپاین په امریکا کې د حافظه کار ګوند د غړو او یوه غیر انتفاعي بنسټ له لوري د دې هېواد په ګڼ مېشتو سیمو کې پیل شوی دی.

د دې کمپاین هدف هم له رسنیو سره شریک شوی دی، د کمپاین موخه یې داده چې ګواکې امریکایی ولس له دې لارې وهڅوي څو پر لوړ پوړو مشرانو فشارونه راوړي چې په افغانستان کې جګړه نوره پای ته ورسوي او خپل سرتیري بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.

د کمپاین غړي وایي، د دغې چارې په عملی کولو سره باید ولسمشر ټرمپ هم په دې وپوهیږي چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول او د سرتېرو بېرته لېږلو ژمنه یې د خپلو وګړو سره کړې وه، خو لا یې هم نه ده پوره کړې چې اوس یې باید پوره کړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com