fbpx

افغان ۱۹ کلنه لوبډله دا ځل له عربي اماراتو سره مخ کېږي

خبریال ډاټ کام: د سوت افریقا په کوربه توب د نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د روان پنځوس اوریزه نړیوال جام د سیالیو په دوام افغان نولس کلنه لوبډله له جنوبي افریقا وروسته خپله دوهمه سیالي هم له متحده عربي اماراتو سره د جنورۍ پر ۲۲ مه نېټه ترسره کوي.

د افغانستان نولس کلنه لوبډله د متحده عربي اماراتو خلاف د سیالۍ کولو پر موخه پرون ورځ د سوت افریقا یوچیفسټروم ښار ته رسېدلې ده.

په ورته مهال د افغانستان د نولس کلنې لوبډلې روزونکې رئیس احمدزې د نړیوال جام لپاره د لوبډلې د شویو ټولو تمریناتو په اړه ډاډ ورکړی دی چې دا ځل به هم حالاتو ته په کتو سره د تل په څېر سترې سترې لوبډلې ماتې کړي .

د افغان نولس کلنې لوبډلې لوبډلمشر فرهان زاخېلوال هم له جنوبي افریقا څخه د سیالۍ له ګتلو وروسته په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې دوی د متحده عرب اماراتو خلاف راتلونکې سیالۍ ته بشپړ وخت او تمرینات لري.

د افغانستان نولس کلنې لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ د نړیوال جام د پیل په لوبه کې لومړۍ بریا په اووه ویکټو له کوربه لوبډلې سویلي افریقا څخه ترلاسه کړه چې په دې سره په کور دننه او په نړیواله کچه وستایل شول.

د جنوبي افریقا سره په تېره لوبه کې پچه سیالې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دوی ټاکل شوي پنځوس اورونه ونه لوبول او دافغان توپ اچوونکو له لوری په ۳۰م اور کې په ۱۲۹ منډو باندې وسوځېدل.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره ځوان استعدا شفیق الله غفاري شپږ لوبغاړي وسوځول او په ۹.۱ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته ټولې ۱۵ منډې ورکړې.

افغان لوبډلې ټاکل شوی د ۱۳۰ منډو هدف په ۲۵ م اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ چې په دې سره یې په نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه.

د افغاستان لپاره په توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ او عمران میر د نړیوال جام لومړۍ پنځوسیزې ووهلې چې د بریا په ترلاسه کولو کې ښه رول ولوبوه.

د یادولو ده افغانستان به د نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو کې خپله وروستي سیالي هم د جنورۍ پر ۲۴ مه نېټه د کاناډا لوبډلې خلاف ترسره کړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com