fbpx

فضل الرحمان: افغان جګړې ته د جهاد په نوم ځوانان پاکستان لېږلي

خبریال ډاټ کام: په پاکسان کې د جمعیت علمای اسلام ف مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وایي، پښتانه ځوانان د غرب په غوښتنه او د پاکستاني اسخباراتو له لوري له ډیره وخته افغان جګړې ته لېږل شوي دي.

مولانا فضل الرحمان په یوې ویډیو کې دا څرګندونې کړي دي هغه زیاتوي، وسله والو فعالیتونو ته د پښتنو ځوانانو هڅوونه د مدرسو کار نه، بلکې د پاکستاني استخباراتو کار او د د همدوی له لوري ورته پراخې وسلې ورکول کېدلې چې د جهاد لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

هغه داهم وویل،دا حقیقت دی او په راتلونکې به دا ثابته هم شي چې پاکستاني استخباراتو پښتنو ځوانانو ته په لاس وسلې ورکړي وې او د افغانستان په خاورې ورته د جهاد لارښوونه کړې وه.

مولانا فضل الرحمان زیاتوي، ټولو علماو ته هم ثابته شوه چې پاکستاني ریاست د خپلو شخصي ګټو لپاره د جهاد په نوم پراخ مذهبي اختلافات راپورته کړل.

مولانا هغه کسانو ته هم په خطاب کې وویل، چې لاهم ټوپک په لاس کې لري او د جهاد په نوم په افغانستان کې په جګړو بوخت دي، دوی ته به هم یوه ورځ معلومه شي چې پاکستان کې طالب جوړونه او وسلو ته د ځوانانو هڅونه د مدرسې او که د حکومت له لوري شوی دی.

نوموړی زیاتوي، پاکستانی ریاست په سیمه، ګاونډ او افغانستان کې د ترهګرو پراخ ملاتړ کوي غواړي چې د وسله والو د جګړو له لوري خپلو هدفونو ته ورسېږي.

مولانا فضل الرحمان چې پخوا یي په افغانستان کې روانې جګړې ته د جهاد نوم ورکاوه داهم وویل، وسله والو کسانو ته به دا ډیر ژر د اوبو په څېر روښانه شي چې د وسله والو ملاتړ د څه لپاره کېږي او څوک یې کوي.

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې نوموړي په پاکستان کې هم د خپلو زرګونه پلویانو په شتون کې د ریاست پر ضد لاریونونه وکړل او د عمران خان حکومت یې ظالم او ناروا یاد کړ.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com