fbpx

منظور پښتین: پښتانه له امو تر اباسینه یو قام یو ملت دی

خبریال ډاټ کام: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلو وروستیو څرګندونو کې پښتنو ته په خطاب کې ویلی دي، له امو تر اباسینه یو قام یو ملت دی او دا قوم به خپل یو والی تل ساتي.

د پي ټي ټي ایم مشر منظور پښتین تېره شپه د پاکستان په بلوچستان کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، تر هغه چې کابل، کندهار او پېښور کې امن نه وي راغلی، په هیڅ ځای کې به امن رانه شي.

نوموړي په دې جوړه شوې غونډه کې پاکستاني ریاست ته په اشارې سره یو ځل بیا وویل، پښتون یو ملت دی او هیڅوک یې د ټوټې کولو وس، توان نه لري او نه به څوک پرېږدي چې د پښتنو د بېلولو هڅه وکړي.

هغه یو ځل بیا په لر او بر پښتنو غږ وکړ چې سره دې یو شي او تل دې خپل یو والی وساتي، د نوموړي پر وینا ریاست هڅه کوي چې د دواړو لوریو پښتنو ترمنځ کرکه نفرت پیداکړي څو سره ټوټې ټوټې شو.

د منظور پښتین پر وینا ډاډه یو چې دواړه لوري پښتانه به تل سره یوځای اوسي او د پاکستاني ریاست هغه هڅه به له ناکامیو سره مخ کړي چې غواړي مونږ سره په جلا جلا برخو باندې وویشي.

پښتین زیاتوي، هرکله چې له کوټې او وزیرستان کابل او کندهار ګواښل شوی دی، دا مونږ نه دی کړی، بلکې دا زمونږ دښمن کړی دی چې ټول پرې خبر هم یاست.

هغه د خپلې وینا په وروستیو کې هم پر یو غږ وویل چې له امو تر اباسینه یو قوم دی.

منظور پښتین وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې له دې یوازې یوه اونۍ وړاندې په بنو کې د پي ټي ایم له لوري یوه پراخه جلسه هم دایره شوې وه چې پکې نږدې ۲۰ زره پښتنو ګډون کړی وو.

منظور پښتین هر ځل پر پاکستاني ریاست تورونه پورې کوي چې ګواکې تل یې په دې هېواد کې پر پښتنو پراخ ظلمونه کړي دي چې اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري نړیوالو ته ښودل کېږي.

سیاسي شنوونکي هم وایي، چې پاکستاني ریاست له کلونو راهیسې په پښتونخوا، شمالي وزیرستان او نورو پښتون مېشتو سیمو کې په پښتنو پراخ ظلمونه کړي دي او لاهم دا لړۍ روانه ده.

خو پر وینا یې کله چې هم په پاکستان کې د ریاست پر ضد د پي ټي ایم بریالۍ ډله لاس په کار شوه د ولس په ملاتړ یې پراخ لاریونونه وکړل او هم یې د ریاست له لوري د شویو ظلمونو څخه پرده پورته کړه، په نړیواله کچه یې ملاتړ ترلاسه کړ.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com