fbpx

په ختیځ کې د خبریالانو لپاره تېر ۲۰۱۹ کال نسبتآ خوندي و

خبریال ډاټ کام: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ختیځ زون ادارې غړو او مشرانو یې نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، په دې سیمه کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.

یاده غونډه نن د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو په دفتر کې جوړه شوې چې پکې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ختیځ زون مشر شېر شاه همدرد خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل چې په تېر ۲۰۱۹ کال کې په ختیځه سیمه کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې شپږ قضیې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله پکې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.

شېرشاه همدرد زیاتوي، په دې شپږو قضیو کې خبريالانو پر وړاندې تیليفوني ګواښونه شوي، دسيسې او د خنډونو ايجادول شامل و، خو د دوی له لوري ورته پر وخت د حل په موخه رسيده ګي شوې ده.

نوموړي په دې غونډه کې د ننګرهار ولايتي ادارې ترڅنګ د یو شمېر نورو ادارو نومونه هم واخیست چې د اړتیا پر مهال یې پر وخت معلومات ورکړي؛ خو پر یو شمېر نورو دولتي ادارو يې هم غږ وکړ، چې خبریالانو ته دې پر وخت کره معلومات ورکړي.

په همدې مطبوعاتي کنفرانس کې د لیکوالانو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زیارمل هم وویل، “معلوماتو ته د لاسرسي قانون کې راغلي چې د افغانستان هر وګړی معلوماتو ته د لاسرسي قانوني حق لري، خو پر وینا یې لاهم په ننګرهار کې د معلوماتو د ترلاسه کولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.”

نوموړي زیاتوي،”یوازې د دې ولایت ویاند د معلوماتو په ورکړه کې همکاري کوي، مګر نورې ملکي او نظامي ادارې هغه معلومات چې د ولس لپاره دي، محرم نه وي، هغه هم مونږ ته په واک کې نه راکول کېږي، چې دا ستونزه باید ژر تر ژره حل کړی شي.

په دې غونډه کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم په خپلو څرګندونو کې وويل، چې خبريالانو او ولسونو سره يې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د متن، غږ او انځور په واسطه پرخپل وخت معلومات شريک کړي او د اطلاع رسونې په برخه کې به خپل فعاليتونه لا چټک او غښتلي کړي.

نوموړي د ننګرهار ولایتي ادارې په اړه هم وویل چې ډیری وخت یې خبریالانو او له ولسونو سره پر وخت د اړتیا وړ کره معلومات شریک کړي دي چې دوی هم ترې ګټه پورته کړې ده.

د یادولو ده چې د ( ۲۰۱۹) کال د پای ته رسېدو سره سم په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو ملاتړه اداره (نی) هم په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې تېرکال په ټول هېواد کې لس خبریالان شهیدان او ۲۱ نورټپیان شوي وو.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com