fbpx

پاکستان یو ځل بیا له امریکې درویزه پیل کړه

خبریال ډاټ کام: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو څرګندونو کې له امریکا څخه یو ځل بیا غوښتنه کړې ده چې له خړ نوملړه دې د پاکستان د ایستلو لپاره هلې ځلې او مرستې وکړي.

ډان ورځپاڼې نن د قریشي له قوله په یوه راپور کې ویلي دی چې نوموړي له امریکا په کلکه غوښتي دي چې د غیر قانوني پېسو د لېږلو د مخنیوي نړیوالې ادارې ( ایف ای ټي ایف) له خړ نوملړ څخه دې د پاکستان د ایستلو په برخه کې ورسره پراخه مرسته وکړی.

قریشي زیاتوي دوی، د ترهګرۍ له منځه وړلو په برخه کې اړین اقدامات کړي دي، خو اوس د امریکا وار دی چې ورسره په اړوندو برخو کې اړینه همکاري وکړي.

خو نړیوالې ټولنې، ګاونډي هېوادونه بیا وایی چې لاهم پاکستانی حکومت د لسګونه ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي او د دوی په واسطه په سیمه او ګاونډیو هېوادونو کې پراخ بریدونه کوي څو خپلو هدفونو ته ځانونه ورسوي.

ایف ای ټي ایف ادارې تېر کال پاکستان ته سخت خبر داری ورکړی وو که له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اړین ګامونه پورته نه کړي نو له خړ نوملړ څخه به یې تور لېست ته واچوي.

د ایف ای ټي ایف راتلونکې غونډه هم د روان کال په دوام په نږدې وخت کې ترسره کېږی چې پکې د پاکستان په اړه وروستۍ پرېکړه کېږي چې ایا پاکستان یوځل بیا په خړ نوملړ کې پاتې شي ، یاهم تور لېست ته ورداخل کړی شي؟

خو د پاکستان سیاسي شنوونکي بیا پر دې باور لري چې پاکستان سږ کال هم نه شي کولی چې له خړ نوملړ څخه ووځي ځکه چې دوی په خپل هېواد کې په لسګونه ترهګریزې ډلې ساتلي دي او ملاتړ یې نور هم زیات کړی.

خو د پاکستان حکومتي چارواکی بیا هیله مند دي چې د یاد بنسټ له لوری به په سږنۍ غونډه کې د پاکستان په طرف پرېکړه اعلان شي، ځکه چې دوی ډیر زیات پرمختګونه کړي دي، خو د د دې بنسټ یوه غړي ویلي دي چې امکان نه لري.

پاکستان دا مهال په خړ نوملړ کې شامل دي که چېرې سږ کال تور لېست ته داخل کړی شو، ممکن چې له ډیرو نورو سختو بندیزونو سره هم مخ کړی شي.

د یادولو ده چې امریکا لا هم د شاه محمود قریشي د وروستۍ غوښتنې په اړه ځواب نه دی ویلي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com