fbpx

سعودي اړمنو خلکو لپاره وړیا ډوډۍ چمتو کوي

خبریال اټ کام: په سعودي عربستان کې اوسېدونکو اړمنو خلکو ته د وړیا ډوډۍ چمتو کولو لپاره یو منظم کمپاین په لاره اچول شوی دی.

د بهرنيو خبري اژانسونو د راپور له مخې انساني همدردي د یوه مسلمان په زړه کې د خلکو مرستې ته لیوالتیا ده، مګر په سعودي عرب کې د انساني همدردۍ اساس هغومره دی لکه څنګه چې په ټولنیز ژوند کې دوی لري.

د سعودي عرب ډیری شتمن خلک تل هڅه کوي چې د خیر په کارونو کې او د اړمنو سره په مرستې کولو او د هغوی د ژوند هوسا کولو لپاره لومړیتوب واخلي.

په ورته روحیې سره د سعودي عربستان د نجران ښار د حاجیانو د کلي خلکو د اړمنو کسانو لپاره د وړیا ډوډۍ ورکولو لپاره منظم کمپاین پیل کړی دی چې هدف یې ترې د خلکو لومړنۍ اړتیاوي پوره کول دي.

د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې، دغه غوره اقدام د کلیو د شتمنو خلکو له لوری د اړمنو کسانو لپاره اخیستل شوی دی.

د کلیو اوسېدونکو رسنیو ته وویل، چې د خلکو له لوری راټولې شوې خیره مرسته سوپر پلورنځیو ته هم ورکول کېږي چېرې چې سوپر سټور، بیکری وي چې هلته هم د وړیا ډوډۍ او خوراکي توکو ورکولو منظمه لړۍ پیلیږي.

د دغې کمپاین له امله به پلورنځي اړمنو خلکو ته تازه خوراکۍ توکي او بشپړه ډوډۍ چمتو کوي څو اړمن خلک ترې برخمن شي .

د معلوماتو له مخې دا کمپاین ډیر اوږد او ډیر پراخ دی چې په دې توګه د کمپاین غړي او پلورنځي خلکو ته د ټولنیزو رسنیو له لاري خبر ورکوي چې د کمپاین له لوري چمتو شوې ډوډۍ نه ورځ شتون لري.

اړمن خلک کولی شي چې ډوډۍ ډیر په عزت او هغه څه چې تر ټولو قېمت بیه هم وي له اعلان سره سم وخوري.

د سعودي عرب خلک وایی پخوا هم دا ډول کمپاین پیل شوی و، خو هغه یوازې د اختر په دریو ورځو کې و چې خلکو ته پکې وړیا ډوډۍ ورکول کېدله، خو اوس دا پروسه په عادي ورځو کې هم پیل شوې ده.

د سعودي عرب خلک وایی، “دا ډیر کوچنی کار دی چې مونږ یې کوو دا دوی ته د زړه راحت او سکون ورکوي، مونږ د دې توان لرو چې د خپلو ډیرو پیسو په یوې اندازه د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړو او خورا ډیر خواړه ورته برابر کړو.”

دوی وایي،هرڅوک کولی شي چې له اعلان سره سم په ډیر عزت سره له اړوندو پلورنځیو څخه خواړه په وړیا ډول ترلاسه کړي او خپلې لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.