fbpx

د پاچا په امر، درې وزیران چې د باغ څخه میوه راټولوي

خبریال ډاټ کام: یو پاچا خپل درې وزیران په محکمه کې بند کړل او هغوی ته یې امر وکړ چې یوه یوه کڅوړه واخلئ او جلا جلا باغونو ته ولاړ شئ او مختلفې میوې راټولې کړئ وزیران هم حیران شول، خو د خپل پاچا امر یې ومانه او دریو جلا جلا باغونو ته ولاړه.

د لومړي وزیر هڅه دا وه چې پاچا ته د هغه د خوښې وړ او خوندورې میوې راټولې کړي هغه همداسې وکړ، خپله کڅوړه یې په بشپړه توګه له رنګارنګ میووڅخه ډکه کړه.

بل وزیر هم د یوه باغ څخه خپله کڅوړه ډکوله خو هغه لومړی فکر وکړ چې ممکن پاچا له دې کڅوړې یوه مېوه هم ونه باسي او وبه نه ګوري چې دا څه ډول میوه ده هغه بیړه وکړه چې خپله کڅوړه ژر ډکه کړي نوموړي له هر ډول تازه، خامو، پخو او زړو میوو څخه خپله کڅوړه تر وروستیو پورې ډکه کړه.

په ورته وخت کې دریم وزیر دریم باغ ته په خپل وار ور داخل شو او په دې فکر کې شو چې پاچا سلامت وخت نه لري چې د کڅوړې څخه میوه وباسي پاچا به یوازې کڅوړه وګوري او کیسه به ختمه شي، خو هغه د میوو په ماتولو، مختلفو ډولونو غوره کولو پر ځای کڅوړه ډکه نه کړه، هغه خپل وخت وژغوره او خپل ځان یې په تکلیف نه کړ، بلکې کڅوړه یې له وښو او د باغ د فاضله موادو څخه په بشپړه توګه له ټولو زیاته ډکه کړه او لاړه.

دا ورځ هم تېره شوه، په سبا باندې پاچا سلامت درې واړو وزیرانو ته امر وکړ چې ګواکې تاسې نن د میوو له کڅوړو سره یوځای محکمې ته حاضر شئ، د وزیرانو د راتګ سره سم پاچا خپلو ټولو عسکرو ته امر وکړ چې دغه درې واړه د خپلو کڅوړو سره یوځای د یوې میاشتې لپاره په لېرې ځاې کې بندیان کړئ.

وزیران حیران و چې اوس به څه پېښېږي، مګر هیڅ یې هم نه شو کولی ځکه چې د پاچا قاطع امر و چې دوی به یوه میاشت په لیرې سیمه کې بند تیروي، نو دری واړه وزیران عسکرو له ځان سره یوړه او په یوه لرې زندان کې بندیان کړل چېرته چې د خوړو لپاره دوی سره نور څه نه وو، خو یوازې خپلې کڅوړې درلودې.

د بند موده هم یوه میاشت وه لومړي وزیر چې د خپل پاچا لپاره یې رنګارنګ خوږې او ښې میوې راټولې کړې وې په خوښیو سره یې له یادې کڅوړې ګټه پورته کړه او د خوراک نه شتون له کبله یې د بند موده د خپلو میوو په خوړولو په ډیر ښه شکل سره تېره کړه.

دویم وزیر چې هغه مهال یې سمه هڅه نه وه کړې هغه هر ډول تازه ،خامې او زړې میوې راټولې کړې وې هغه ته د بند موده تېرول ډیره ستونزمنه وه، په لومړیو کې څو ورځو لپاره تازه میوې وخوړلې، خو وروسته مجبوره شو خامې، زړې، میوې هم وخوړلې چې د بند د مودې د تېرېدو پر مهال هغه پرې سخت ناروغ هم شو.

دریم وزیر چې ډیر سست او غل سړی و، ظاهر د هغه په کڅوړه کې یوازې واښه او د باغ فضله مواد شامل وو چې هغه د خپل پاچا لپاره پکې اچولي وو، په بند کې د څو ورځو په تېرېدو سره له لوږې مړ شو.

زمونږ او ستاسې مشران چې دا کیسه بیانوي په دې کې یو لوی پیغام پروت دی د هغه څه په اړه هم باید مونږ فکر وکړو چې د خوښې باغ په څېر دي، که هر چېرته مونږ مړه شو، لکه څنګه چې دا زمونږ زیرمه شوې شتمني وه او راسره یې په ژوند کولو کې مرسته وکړه په همدې ترتیب په دې نړۍ کې په ژوند کې ښه اعمال ترسره کول هم مونږ ته راحت راکولی شي ، څوک چې په دې نړۍ ښه کارونه وکړي ،ښه اعمال وکړي هغه به د خپل پاچا ، د کائیناتو ریښتینی څښتن او د هغه خالق په شتون کې خوندي اوسي.

ژباړه: خان وزیر عابد

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com