fbpx

ډيپيکا کریسټلي ايوارډ ترلاسه کړ!

خبریال ډاټ کام/ د هندي بالیووډ فلمونو اداکاره ډيپيکا پاډوکن اوسمهال په سويتزرلینډ هیواد کې ده، نوموړې د ۲۰۲۰ کال اقتصادي نړیوال کلني کنفرانس کې چې د یاد هیواد په ډاوس ښار کې ترسره شو، ګډون وکړ.

نوموړې ایکټرې ته لدې کبله کریسټلي ایوارډ یا جایزه ورکړل شوه،چې د دماغي او ذهني ستونزو څخه د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې يې مهم رول ادا کړی و.

نوموړې پدې مراسمو کې د دماغي ستونزو او ډيپریشن په اړه د خپلو تجربو او د هغې څخه د خلاصون په اړه لنډه پنځه دقیقې وینا هم وکړه.

نوموړې پخپله وینا کې وويل، د مېنې او کرکو څخه ډکو اړیکو د تجربو څخه ډیر درس اخیستی دی.

هغې وویل: (( مینې او د نفرتونو څخه ډکو اړیکو ماته ډيرتدریس راکړی.زه غواړم چې تاسو ته ووایم چې دا یوازې تاسې نه یاست چې لدې ستونزو سره مخ یاست،بلکې له دماغي ستونزو او خفګان څخه هر څوک کړیږي.په نړۍ کې د اقتصادي پلوه یو ټریلیون ډالر د دماغي ناروغیو او ډيپریشن په تاثیراتو لګول کیږي.تردې وخته چې زه دغه جایزه ترلاسه کوم.ممکن نړۍ به یو بل کس هم د ځان وژنې له کبله د لاسه ورکړی وي.))

نوموړي زیاته کړه، ډيپریشن او دماغي ستونزې اوس مهال ډيرې عامې دي،خو د درملنې وړ هم دي.

(( ډيپریشن یا خفګان اوسمهال یوه ډيره جدي ناروغي ده.خو پدې پوهیدل مهم دي. ډيپریشن او خفګان هم د نورو ناروغیو په څیر د علاج وړ دي.زه هم لدې ناروغۍ کړیدم.دا زما لپاره یوه تجربه وه.او دې ناروغۍ زه وهڅولم چې ژوند باید په مینه،په خوښې او په خندا سره وکړم.))

ډيپیکا د جایزې سره یو ځای خپل تصویر هم خپور کړی او مننه يې کړي ده.

په تبصره کې رنویر هم ورت لیکلي: (( «حیرانونکي» ده. ماشومې!، پدې سره دې ماته هم یو ویاړ را په برخه کړ.

د یادولو وړ ده چې ډيپيکا په وروستي ځل په «چاپک» فلم کې راښکاره شوي وه. په یاد فلم کې نوموړې د تیزابو څخه د ژوندۍ پاتي کیدو رول ادا کړئ و.