fbpx

د افغان سینما لپاره د جوان شیر حیدري مړینه لویه ضایعه ده

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د سینماګرانو د اتحادیې مشر او د سینما لوبغاړی جوان شیر حیدري د یوې ناروغۍ له کبله د ۶۸ کالو په عمر مړ شو.

لومړی په ټولنیزو رسنیو د جوان شیر حیدري د مړیني خبر خپور شوی و، خو وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم تایید کړه چې ګواکې نوموړي نن د کابل په یوه روغتون کې د زړه حملې له کبله ساه ورکړې.

د حیدري په مړینه افغان ولسمشر هم خپله خواشیني څرګنده کړې ده د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په یوې خبر پاڼه کې راغلي دی چې د جوان شیر حیدري مړینه د هېواد لپاره لویه ضایعه ده، دغه راز ارګ په سینما کې د هغه ټولې کړنې هم ستایلي دي.

د جوان شېر حیدری د مړینې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د تسلیت پیغام خپور کړی دی او د هغه په مرګ یې ژوره خواشیني ښودلې ده .

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي دی چې د دې ادارې مشرتابه د افغانستان د سېنما اتحادیې رییس جوان شېر حیدي په مړینې ژوره خواشینې ښیي.

د یاد وزارت پر وینا جوان شېر حیدري نن سهار مهال ٤ بجې د زړه حملې له کبله ومړ .

اطلاعات او فرهنګ وزارت زیاتوي چې د هېواد دغه وتلي سېنمایي لوبغاړي د ښوونځي له دورې د افغانستان سېنما ته مخه کړې وه او د صحنې تر مخه یې رول لوباوه.

د مسوولینو پر وینا حیدري د پوهنتون د دورې پر مهال د کابل پوهنتون د فرهنګي کمېټې فعال غړی و او په ډېرو تمثیلونو کې یې لومړنی رول درلود.

د هغې دورې په هغو مشهورو تمثیلونو کې چې نوموړي رول لوبولی، د بلې هو په نوم د جلال نوراني نمایشنامه او د مولیررا د خسیس نمایشنامه د یادونې وړ ده.

د معلوماتو له مخې حیدري د ډېر شمېر تلوېزیوني فلمونو ډایرکټر او په ډېرو فلمونو کې یې خپله هم رول لوبولی دی.

د سینمایي فلمونو له جملې کلي را وېښیږي، تور الماس رویا او سربند هغه مشهور فلمونه دي، چې د حیدري رول په کې د یادونې وړ دی.

جوان شېر حیدري پر دې سربېره چې د افغانستان د سینما اتحادیې مشر و، تر څنګ یې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پیوند نړیوال انجمن د رهبرۍ غړیتوب او د افغانستان او چین تر منځ د دوستۍ د انجمن غړیتوب درلود.

د یادولو ده چې د جوان شیر حیدري په مړیني باندې په ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر افغانانو سخته خواشیني ښودلې ده او هغه یې د سینما په ډګر کې د افغانستان لپاره لویه ضایع بللې ده.