fbpx

په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۴۳ تنو ته ورسېد

خبریال ډاټ کام: په چین هېواد کې په وژونکي ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې په ډیریدو دی، د دې هېواد روغتیایی چارواکو خبر ورکړی دی چې “کورونا” په نوم ویروس اته تنه نور چینایان هم وژلي دي.

د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد په هوبي ولایت کې د دغې ناروغۍ نورې پېښې هم ثبت شوي دي چې په دې سره د اغېزمنو کسانو شمېر تر ۵۴۳ تنو پورې رسېدلی دی.

په دې هېواد کې روعتیایي چارواکو بیړنی حالت اعلان کړی او خبر یې ورکړی دی چې په دغې وژونکی ناروغیو د اخته کسانو له جملې اته تنه نور چینایان هم وژل شوي دي چې په دې سره د دې ویروس له امله د مړیو شمېر آن تر ۱۷ تنو پورې ورسېد.

د دې ویروس لومړنۍ پېښه تېره میاشت د چین هېواد په
ووهان ولایت کې رامنځته شوې وه، خو وروسته د دغې ناروغۍ خپریدو دوام وکړ او له چین سربېره جاپان، کوریا، تایوان، ټایلینډ او متحده ایلاتو ته هم ورسېدله.

د” کورونا” په نوم دا نوی ویروس د چین هېواد سربېره په پنځو نورو هېوادونو کې هم راښکاره شوی دی، کارپوهانو تر اوسه پورې د دې ویروس مخنیوی نه دی کړی، خو ویره لري چې د انسانانو په ژوند کې به ستر ګواښ پېښ کړي.

اوس نو ډیری چینایان هڅه کوي چې د دې هېواد څخه ووځی څو یې د کورنۍ غړي له دغې وژونکي ناروغۍ څخه خوندي اوسي، خو په هوایي ډګر ګې له بشپړې معاینې وروسته نورو هېوادونو ته پرېښودل کېږي.

د چین چارواکو بیا نوې پرېکړه کړې ده چې د دې ناروغۍ په اړه به د دې هېواد په لیرو پرتو سیمو کې هم د عامه پوهاوي پراخ کمپاینونه په لاره واچوي، څو یې ژوند په لومړیو کې وژغورل شي.

د چین روغتیایي کار کوونکي وایی چې د دوی په هڅو یو شمېر ناروغان په لومړیو کې ژغورل شوي دي، خو که چېرې یاد ویروس په بشپړ ډول د انسان بدن ته ورداخل شي نو انسان بیا له منځه وړي.

په نورو ګاونډیو هېوادونو کې هم د دې ناروغۍ د کنټرول پر موخه تیاریانې رواني دي چې په کابل کې هم ورته اقدامات نیول شوي دي.

روغتیايی کار کوونکي هم حیران دي چې د دې ویروس د مخنیوي لپاره څه وکړي؟ خو ډاډ یې ورکړی دی چې ډیر ژر به یې د حل لاره په ډاګه کړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com