fbpx

یوه پلار په خپل نوي زیږیدلي زوی “کانګرېس” نوم ایښی

خبریال ډاټ کام: د هندوستان د راجستان ایالت یوه اوسېدونکي په خپل نوی زیږیدلي زوی باندې د کانګرېس نوم ايښی دی چې د خلکو پام یې ځان ته را اړولی دی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې،” ونود جین’ چې د راجستان د اعلي وزیر په دفتر کې د رسنیو په برخه کې د یوه افسر په توګه دنده ترسره کوي، د خپل نوي زوی د زیږیدلو سره سم یې په هغه د کانګریس نوم ايښی دی.

د ونود جین کورنۍ وایي چې زمونږ ملاتړ له کانګریس سره دی او ونود غواړي چې خپل راتلونکی نسل د هغه په نقش قدم کېږدي، نو له همدې امله یې د هلک نوم د یوې پرېکړې له مخې د ګوند په نوم ټاکلی دی.

ونود جین وایي، چې تازه زیږدلی زوی یې په جولای میاشت کې زیږدیلی و او د هغه د زیږون سند د ترلاسه کولو پر مهال یې څو میاشتې وخت هم درلود، خو وینود جین وویل، کانګریس د دوی له لوري ټاکل شوی وو او د هندي حکومت له لوری هم په خپور شوي سند کې د دې ماشوم نوم کانګریس جین ونومول شو.

د راپورونو پر وینا د دغه “ونود جین” دغه زوی اتلس کاله وروسته وزیږیده اتلس کاله وړاندې د نوموړي یوه لور هم زیږیدلې وه، خو په جولای میاشت کې نوی ماشوم زیږیدلی دی.

نوموړي زیاتوي، چې دا نوم ما په دې هیله نومولی دی چې زما زوی به را لوی شي او په کانګریس ګوند کې به په خپل فعال رول ولوبوي.

په نړۍ کې بیلا بیل خلک د خپلو پخوانیو اتلانو نومونه په نویو زیږیدلو ماشومان باندي نوموي، خو ځیني یې بیا د ګوندونو نومونه هم ټاکي.

له دې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوم هم د یوه پلار له لوري په خپل زوی ايښودل شوی وو.

دغه راز په افغانستان کې هم د جاپاني ډاکټر ناکامورا له وژنې وروسته یوه افغان په خپل زوی باندې د هغه کړنو ته په ویاړ په خپل زوی ناکامورا نوم ايښی دی.

نوموړی وایی، غواړي چې د دې په واسطه د ناکا مورا فکر او ژوند لار یې زوی تعقیب کړي او د نوموړي نوم او کړنې خلکو ته ورپه یاد کړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com