fbpx

څېړنه: په ځوانانو کې د معدې سرطان زیاتوالی راغلی

خبریال ډاټ کام: د امریکا روغتیا پالانو په خپلو وروستیو
څېړنو کې دا ثابته کړه چې د معدې سرطان په تېرو دوو لسیزو کې په ځوانانو کې ډیر شوی دی.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د متحده ایلاتو د میو کلینیک پوهنتون کارپوهانو د تېرو دوو څخه تر دریو لسیزو پورې د معدې سرطان ته کتنه کړې ده او خبر یې ورکړی دی چې په دغو لسیزو کې ډیری ځوانان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

کارپوهانو له ۱۹۷۳ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د معدې سرطان ناروغۍ طبي ریکارډونه ، ناروغي او علتونه څېړلي دي چې په هغې کسانو کې له ۳۰ کلنۍ نیولۍ تر ۶۰ کلنۍ پورې کسان شامل وو.

د دغې تحقیقي څېړنې په پایله کې دا په ډاګه شوه چې چې د تېر دوو لسیزو نیولې تر دریو لسیزو په جریان کې د معدي په سرطان اخته کسان ډیری یې ځوانان وو.

د څېړنې ټول ټیم رسنیو ته ویلي دي چې له ۱۹۷۰م کال پورې هغه کسان چې د معدې په سرطان اخته شوي وو د هغوی عمر د ۶۰ کلونو څخه پورته وو، خو اوس په کم عمرۍ کې د معدې سرطان ناروغي په ډاګه شوې ده.

څېړونکي وایي په اوسني وخت کې د ۳۰ کلنی نیولې تر ۴۰ کلنۍ پورې ډیری کسان د معدې د سرطان په ناروغۍ اخته شوي دي چې دا شمېره خورا د لوړیدو په حال کې ده په دې ناروغۍ اخته کسان هم خواشیني شوي دي.

روغتیا پالانو د معدې سرطان دا څېړنه ډیر لوی تحقیق بللی دی او ویلي دي چې د دوی د نظر سره سم یې پایله راوتلې ده.

کارپوهانو بیا دا نه ده په ډاګه کړې چې ګواکې ځوانان ولې د معدې د سرطان په ناروغۍ اخته شوي دي؟

خو څېړونکي وایي، چې ځوانان د خوراک څښاک او نور عادي ژوند پر مهال خپلې روغتیا ته ناسم پام کوي چې له همدې امله یادې ناروغۍ سره لاس او ګریوان شوي.

د معدې سرطان د مخنیوي په اړه په دغې څېړنه کې څه نه دي ویل شوي، خو په اخته کسانو یې غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې په خوراک څښاک کې د پام وړ تغیرات راولي او له ضرري شیانو دې نور لاس واخلي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com