fbpx

خوست: ۳۲ تنه نجونې او ۵۰ تنه محصلین له طب فارغ شول

خبریال ډاټ کام: په خوست ولایت کې د احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو د یوې خصوصي موسسې له طب پوهنځي څخه د ۳۲ تنو نجونو په ګډون ۸۲ تنه محصلینو فارغ شول.

د دې محصلینو د فراغت په غونډه کې د خوست ولایت والي د پوهنتون محصلینو، استادانو، سیمه ییزو چارواکو او د محصلینو د کورنیو غړو ګډون کړی وو چې پکې د محصلینو د لسانس دورې خوښي ونمانځل شوه.

په جوړو شویو مراسمو کې د خوست والي محمد حلیم فدایی ټولو محصلینو ته د لسانس د دورې د بشپړیدو له امله مبارکې ورکړه او هم یې په خاصه توګه د هغو نجونو کورنۍ وستایلې چې د لسانس دوره یې پرې له نننګونو سره سره بشپړه کړه.

حلیم فدایي په خپلو خبرو کې محصلینو ته په خطاب کې وویل” چې تاسو د انسان جوړونې معماران یاست او انساني صنعت جوړه وئ چې دا تر ټولو اساسي کار دی او نن ورځ د ۸۲ محصلینو په فارعت سره دوه اتیا نسلونه وروزل شول.”

فدایي د خپلو خبرو په دوام سره د خوست ولایت قومي مشرانو ته په خطاب وویل” که غواړئ چې د مور وطن ساتنه وکړو او د اقتصادي ستونزو څخه یې وژغورو نو باید په زده کړو پانګونه وکړو، مالیات ورکړو او هر یو باید ژمنتیا او تخصص ولرو.”

د خوست والي په دې ولایت کې د زده کړو په برخه کې بیلابېلې پانګونې کړي دي چې د یاد پوهنتون ۱۰۰ نجونو ته یې د انګلیسي ژبې د زده کړو کورس برابر کړی، چې دا د طب محصلینو لپاره مهمه اړتیا بلل کېږي.

په دغو مراسمو کې د دې موسسې موسس پوهاند دوکتور بادشاه زار ابدالي وویل، چې دوی د طب په برخه کې له دې وړاندې هم دوه دورې فارغین ورکړي دي او دا ځل یې دریمه دوره کې ۸۲ محصلین چې ۳۲ یې ښځینه دي د معیاري زده کړو په درلودو سره ټولنې ته وړاندې کړ.

فارغ شویو محصلینو هم ژمنه وکړه چې د طبابت له اصولو او اخلاقو سره سم به دوی ټول افغاني ټولنې ته له زړه خدمت کوي څو په خپل هېواد کې په مسلکي توګه خپلو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.

قومي مشرانو هم د طب يوهنځي څخه د نجونو او محصلینو د فراغت له امله خوښي وښوده او ډاډ یې وښود چې له دې وروسته به په یاد ولایت کې د ښځینه وو ډاکترانو د نه شتون ستونزې ختمې شي.

یادو قومي مشرانو ژمنه وکړه چې په راتلونکې به هم د خپلو کورنیو په ډیرو غړو زده کړې وکړي څو د ټولنې لپاره د خدمت جوګه شي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com