fbpx

د ناکامورا کورنۍ: افغانستان ته د دایمي ثبات راتګ هیله لرو

خبریال ډاټ کام: د سولې وروستیو هڅو ته په کتو سره په افغانستان کې د وژل شوي مشهوره څېرې ناکامورا کورنۍ وایي، دوی هیله لري چې افغانستان ته ثبات راشي او دغه هېواد له دایمي پرمختګ څخه برخمن شي.

تېره شپه ناوخته په زرګونه جاپانیانو د دې هېواد په فوکاوکا ښار کې د ناکامورا له هغو فعالیتونو ستاینه وکړه چې نوموړي په افغانستان کې د افغانانو لپاره کړي و او د هغه د فعالیتونو په اړه یې په ځانګړې شوې غونډه کې ګډون کړی وو.

د ناکامورا کورنۍ وایي، ناکامورا په افغانستان کې کلونه کلونه د پرمختګ ابادۍ او د وچکالۍ له منځه وړلو لپاره کار کړی دی چې دوی یې په مړینه خواشیني دي، خو وايي چې په کارونو یې دوی ویاړي.

په جوړه شوې غونډه کې د ناکامورا زوی هم ګډون کړی وو هغه په خپلو څرګندونو کې د پلار په مرګ خواشیني څرګنده کړه او د هغه له لوري کارونه یې د افغانستان او جاپانیانو لپاره یو ویاړ وباله، خو له افغانانو یې وغوښت چې له هېواد سره دې د میني په خاطر د ناکامورا لار تعقیب کړي.

نوموړی زیاتوي، دوی هیله لري چې په افغانستان کې نور سوله ثبات راشي او افغانان ارامه او د سکون ډک ژوند وکړي څو یې هیواد او خلک پرمختګونه وکړي.

تیتسو ناکامورا مشهوره جاپانی ډاکټر و چې څه موده وړاندې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري د خپلو ساتونکو سره یوځای ووژل شو.

ناکامورا په ختیځ کې د عامه تاسیساتو د جوړواو او پراختیا په برخه کې پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي او د خلکو په منځ کې ځانګړی محبوبیت درلود.

نوموړي په ختیځ کې د یوې جاپانې موسسې مشر بلل کېده چې د خپلو فعالیتونو پر مهال یې په زرګونه جریبه شاړې ځمکې ابادې، د اوبو څاګانو کېدنې، د اوبو بندونو، پولچکونو جوړول او د سړکونو جوړلو چارې پر مخ وړې.

د ناکامورا په مرګ د افغانانو ترڅنګ افغان حکومت، جاپانیانو او د نړۍ ډیری سیاسیون ژور خواشني و هغه د افغانستان زرغون کوونکي په نوم نومول شوی و.

د افغان حکومت له لوري هم د جاپاني ناکامورا په مړینه ژوره خواشیي څرګنده شوه او د هغه د مړیني وروسته د هغه جسد د سپارلو لپاره د نوموړي کورنۍ هم افغانستان ته راغلې وه چې دلته ورته افغان ولسمسر محمد اشرف د تسلیت مراتب وړاندې کړ او جسد یې ورسره آن تر هوایي ډګره ولېږدوه .

د یادولو ده ډاکټر ناکامورا هغه څېره وه چې څو میاشتې وړاندې د افغان حکومت له لوري د افغانستان تابعیت هم ورکړل شوی وو.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com