fbpx

منظور پښتین: موږ افغانان یو، افغانان وو او افغانان به اوسو

خبریال ډاټ کام: تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلو څرګندونو کې هغه کسانو ته یو ځل بیا په ځواب کې وویل چې وایي پښتانه افغانان نه دي پر وینا یې “” د نړۍ ټولو لابراتوارونو ته چلینج ورکوم چې د دنیا په هرګوټ کې پښتون پروت وي ثابته دې کړي چې دا افغان نه دی؛ خو دا امکان نلري چې پښتون دې وي خو افغان دې نه وي، موږ افغانان یو، افغانان وو او افغانان به اوسو.’

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه د شمشاد ټلویزیون سره په ژوندۍ بڼه په مخامخ خبرو کې” د پي ټي ټیم’ په وروسیتو پرمختګونو د لر او بر مشرانو په دریځونو او د پاکستاني ریاست له لوري له پښتنو سره په شویو ظلمونو خبرې اترې وکړې.

پښتین څرګنده کړه چې پښتون قام د جبر او ظلم څخه نور په تنګ راغلی دی او غواړي چې دې جبر او ظلم ته د پایې ټکی کېږدي، چې غوره بېلګه یې په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو لوی غورځنګ دی.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د مرکې په دوام په خپلو څرګندونو کې ترهګرو او ملاتړو ته په خطاب کې وویل چې نور به تاسو ته اجازه در نکړل شي چې د پښتون قام نسل وژنه په عامه توګه وکړئ.

منظور پښتین پښتنو مشرانو ته په خطاب کې وویلې چې
د جنګ ختمولو لپاره دې د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه قومونه په خپلو کې سره یو شي اتفاق او اتحاد دې پیدا کړي، د جنګ مفکوره دې په سوله بدله کړي، دوښمنۍ پر ځای د دوستۍ لاسونه سره ورکړئ بیا به په افغانستان کې رښتیني سوله قایمه شي.

پښتین وایي، که چېرې سوله وشوه نو په دې توګه به په لر او بر یوه لویه خوشحالي وي،هغه ورځ به تر ټولو بهترینه ورځ وي چې زه د لر او بر پښتنو او اقوامو سره یو ځای په هغه سیمو وګرځم په کومو سیمو کې چې د کلونو راهیسې د یاد قومونو نسل وژنه کېدله او هلته د جنګ پر ځای د سکون فضا خپره وي””.

نوموړی زیاتوي، داچې مونږ یو قام وي نو په دې توګه که چېرې په افغانستان کې سوله راشي د کوزې پښتونخوا خلک به هم د ارام ساه واخلي.

منظور پښتین د افغانستان په قومي مشرانو، سیاسیونو، رهبرانو او عامو ولسي وګړو باندې غږ وکړ چې سولې ته لومړیتوب ورکړئ، که سوله مو راوسته نه به مو ډاکټر مري، نه به مو انجینر مري، نه به مو امام او نه به مو ملا او نه به عام ولس وژل کېږي.

منظور پښتین په ټول ولس غږ وکړ چې د افغانستان په هر ځای کې د سولې غوښتلو لپاره سولیز لاریونونه وکړئ تر څو هغه خلک پوه شي چا چې دا جنګ په موږ تحمیل کړی؛ چې دا ولس نور له جنګه بې ځار دی او د سکون اخیستلو لپاره را پورته شوي دي.

نوموړي د مرکې په وروستیو کې هم څو ټکو ته اشاره وکړه هغه وویل، لر او بر یو افغان دی، یو بل ته بخښنه وکړئ او یو بل په غیږ.کې ونیسئ، دا به نړۍ ته ورښکاره کړو چې د پښتنو خاوره بې څښتنه نه ده، نوموړی زیاتوي
دښمن مو د ترهګر او کافر به نوم وژني دا هغه نومونه دي چې پر پښتنو راتپل شوي دي.

نوموړ زیاتوي، هر هغه کس چې عام پشتانه وژني ترهګر دي، هغه که د پاکستان پوځ وي، که (ای ایس ای) او یاهم امریکا یا نور بهرنیان، د منظور پښتین پر وینا نړیوال له پاکستان سره مرستې کولې ،خو پاکستان د پښتنو په وژنې سره کارولې.

د یادولو ده چې د منظور پښتین سره د شمشاد ټلویزیون یاده مرکه په داسې مهال کې ترسره شوه چې له دې نږدې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان ریاست پر ضد د پي ټي ایم د بنو جلسه هم په بریالیتوب سره ترسره شوه.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com