fbpx

لغمان کې نا امني ورځ تربلې زور اخلي

خبریال ډاټ کام/ د لغمان یو شمیر اوسیدونکي وایي، په دې ولایت کې نا امني ورځ تر بلې زور اخلي او دخلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

 

دوی وایي ډيرکله نا پيژانده وسله وال له کابله راتلونکي مسافر د لغمان په ساحه کې وژني او تښتي.

 

د لغمان اوسیدونکي وایي تازه تیره شپه د کابل – جلال اباد پر لویه لار د لغمان په ساحه کې مخ پټو وسله والو غلو یو صراف وژلی او پيسې ترې وړي دي.

 

د لغمان اوسیدونکی میهن بیا وایي، پر دې لاره دا لومړۍ پيښه نه ده له دې وړاندې داسې ګڼې پيښې شوې دي خو حکومت یې د مخنیوي په اړه جدي ګامونه نه دي پورته کړي.

 

میهن وایي، دلغمان په یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم وخت نا وخته پر لارو وسله والې نښتې کیږي او آن کله دولتي موټرې هم تر دې ډول بریدونو لاندې وي.

 

څو ورځې وړاندې هم د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو دولتي موټرې تر برید لاندې راوستې وې.

 

د لغمان د الیشنک اوسیدونکی عبدالحق خبریال ډاټ کام ته ویلي وو، چې په ياده نښته کې، چې ټوله ورځ یې دوام وکړ ملکي او نظامي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

لغمان میشتي د ولایت له موقتي عملیاتو نا خوښي دي او وایي نمایشتي دوه ورځې عملیات ترسره کړي او بیا وروسته یې د ساتنې لپاره امنیتي پوستې نه ځای پرځای کوي.

 

د لغمان ولسي استازي او مدني فعالان هم مني چې په یاد ولایت کې نا امنۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده او دولت په دې برخه کې جدي اقدامات نه دي ترسره کړي.

 

دوی وایي ، کلونه کیږي د کابل- جلال اباد پر لویه لار د لغمان په ساحه کې خلک لوټل کیږي، وژل کیږي، تښتول کیږي خو د لغمان ولایتي ادارې د دایمي غم خوړنې په خاطر تراوسه څه نه دي کړي او نه هم کوم پلان ورته لري.

 

ولسي استازي وایي، که ولایت او امنیه قومنداني پر دې لاره امنیتي پوستې ځای پرځای کړي ډير ژر به دا ستونزه حل شي.

 

پر دې لاره تلونکي مسافر هم پر دې لاره نا امنۍ اندیښمن کړي او وایي، د مازدیګر له لمر ولیدو سره سم دوی پر دې لاره لومړی تګ نه شي کولای او که کوي یې هم په ډيره ویره کې.

 

د لغمان ولایتي چارواکي بیا په دې ولایت کې د نا امنیو د زیاتیدو خبره ردوي خو وایي، چې د وړو پيښود دمخنیوي لپاره هم دوی په کرار نه دي ناست.

 

د ولایت ویاند اسدلله دولت زی وایي، د لغمان په ساحو کې دوی وخت نا وخته عملیات کړي او وسله وال غله او دغه راز هغه کسان چې ولسونه ځوروي نیولي او یا یې له منځه وړي دي.

نوموړی وسلونو ته ډاډ ورکوي ، چې ډير ژر به د دا ډول پيښو مخنیوی هم وشي.

 

خو ولسونه بیا د ولایت دا ډول خبرې بې اساسه بولي او وایي په ځلونو یې دا ډول ژمنې کړي خو عملي کړې يې نه دي.

 

پر دې لاره نه یواځې وسله وال غله خلک ځوروي ترڅنګ یې ترافیکي پیښو هم پر دې لاره له ډيرو خلکو ژوند اخیستی دی.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com