fbpx

هند ناکامورا ته مهمه ملکي جایزه (پادما شري) ورکړه

خبریال ډاټ کام/ هند هېواد هم افغانستان کې د ناکامورا فعالیتونه وستایل.

 د هند حکومت په افغانستان کې خادم ډاکټر تیتسو ناکامورا مشهور په کاکامراد ته د هغه د فعالیتونو په ویاړ د هندي حکومت تر ټولو مهمه ملکي جایزه (پادما شري) ورکړې ده.

ناکامورا یو له هغو کسانو وو، چې په نړیواله کچه یې فعالیتونه وستایل شول او خلکو يې پر  مړینې خواشینې وښوده.

دا په هند کې څلورمه ستره ملکي جایزه ده،چې د بشردوستانه او عامه خدماتو په برخه کې فعالو او خواریکښه خلکو ته ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تزاه د نا کامور کورنۍ ویلي، دوی هیله لري، چې افغانستان ته ثبات راشي او دغه هېواد له دایمي پرمختګ څخه برخمن شي.

د ناکامورا کورنۍ دا خبرې تېره شپه ناوخته داسې مهال کړي ، چې زرګونه جاپانیانو د دې هېواد په فوکوکا ښارکې د ناکامورا له هغو فعالیتونو ستاینه وکړه، چې نوموړي په افغانستان کې د افغانانو لپاره کړي و.

جاپانیانو دا غونډه د ناکامورا د فعالیتونو د ستاینې لپاره ځانګړې کړې وه.

د ناکامورا کورنۍ وایي، ناکامورا په افغانستان کې کلونه کلونه د پرمختګ ابادۍ او د وچکالۍ له منځه وړلو لپاره کار کړی دی، چې دوی یې په مړینه خواشیني دي، خو وايي چې په کارونو یې دوی ویاړي.

په جوړه شوې غونډه کې د ناکامورا زوی په خپلو څرګندونو کې د پلار په مرګ خواشیني څرګنده کړه او د هغه له لوري تر سره شوي کارونه یې د افغانستان او جاپانیانو لپاره یو ویاړ وباله.

د ناکامورا زوی له افغانانو غوښتنه وکړه، چې له هېواد سره دې د میني په خاطر د ناکامورا لار تعقیب کړي.

تیتسو ناکامورا مشهور جاپانی ډاکټر څه موده وړاندې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې ناپيژاندو وسله والو له خپلو ساتونکو سره تر وسله وال برید لاندې راوست او لومړی یې ټپي او بیا یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ناکامورا ته افغان حکومت افتخاري تابعیت هم ورکړی وو.

د هغه د قاتلینو د نیولو په تړاو په ټول هیواد آن په نړۍ کې لاریونونه ترسره شول خو، تراوسه د ناکامو د قاتلینو په نیولو حکومت نه دی بریالی شوی.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com