fbpx

د لطف الله ستانکزي ماشومانه کارونه لاهم دوام لري

خبریال ډاټ کام: د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزي ماشومانه کارونه لاهم دوام لري، خو ولس یې په ناسم مدیرت سخت خواشینی شوی دی.

لطف الله ستانکزي د افغانانو له پرله پسې نیوکو وروسته په خپله فسبوک پاڼه باندې لیکلي دي چې” په تېرو شپږو میاشتو کې نوموړي د خپلې دندې پر مهال د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره ډیر څه کړي دي، خو فسبوکي کړي مې نه دي چې له همدې امله پرې ولس نیوکي کوي.””

خو د افغانستان د کرکټ مینوال او مبصرین بیا پر لطف الله ستانکزي پراخې نیوکې کوي چې ګواکې د خپلې دندې پر مهال په مکمله توګه پاتې راغلی دی، هغه ځکه چې د یوه بشیړ غړیتوب لرونکې کرکټ بورډ په توګه یې له یوه نړیوال بورډ سره اړیکې نه دي پاللي چې په دې توګه یې د ۲۰۲۰ کال لپاره پلان صفر سره ضرب دی.

د کرکټ مبصرین او مینوال وایي هیله یې درلوده چې لطف الله ستانکزی باید خپلې دندې ته په کتو سره د ( ۲۰۲۰ )کال لپاره له نړیوالو لوبډلو خلاف سیالۍ چمتو کړې وې ځکه د هغه مسوولیت دی چې له نړیوالو کرکټ بورډونو سره د سیالیو په ترسره کولو کې هوکړې ته ورسي، خو په دغې برخه کې په بشپړه توګه پاتې راغلی .

لطف الله ستانکزی نږدې شپږ میاشتې وړاندې د کرکټ بورډ د مافیا ډلې مشر شکرالله عاطف مشعل له لوري د اجرائیه رئیس په توګه د استعداد پرته انتخاب او وټاکل شو، خو مسوولیت او دندې ته په کتو پکې پاتې راغی.

لطف الله ستانکزی ادعا کوي چې ګواکې د نوموړۍ د دندې پر مهال د ملي لوبډلې د لوبغاړو تزمنځ هر ډول لانجو ته د پای ټکی کېښودل شوی،خو په حقیقت کې د لوبغاړو ترمنځ د لانجو پیل د لطف الله ستانکزي د دندې پر مهال وشو.

لطف الله ستانکزي پخوا د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې له لوري شاوخوا ۲۲۰ زره افغانۍ معاش اخیسته خو اوس نوموړي خپل معاش آن تر ۳۲۰ زره افغانیو پورې لوړ کړی دی، خو د نورو کارکوونکو معاشات یې کم کړي دي.

نوموړي د ۲۰۲۰ کال د پیلیدو سره سم د افغانستان ذ کرکټ بورډ ۲۸ تنه کارکوونکي له خپلو دندو په دې نوم رخصت کړ چې ګواکې بودیجه د کمښت سره مخ ده، خو خپل معاش یې یو لک افغانۍ نور هم پورته کړ او بورډ ته یې د هغو ګوښه شویو کسانو پر ځای د اړیکو او خپلویو له لارې نور کسان وټاکل.

په کرکټ بورډ کې یو شمېر سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل،چې اجرائیه رئس د افغان کرکټ بورډ په بیلابیلو ډيپارمنټونو کې تش په نوم کسان په دندو ګمارلي دي چې کار یې معلوم نه دي او په لسګونه او زرګونه زره افغانۍ معاشان اخلي.

مونږ ته داسې معلومات هم راغلي دي چې د ولس د پرله پسې نیوکو وروسته اوس د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزی او لطف الله ستانکزی هم ښکر په ښکر شوي دي.

د یادولو ده چې د فرهان یوسفزي او لطف الله ستانکزي د وروستي کړکیچ په اړه به مونږ یو بل راپور هم تاسې سره شریک کړو.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com