fbpx

بلخ: خلکو د تیرې شپې هوایي برید په غبرګون لاریون کړی

خبریال ډاټ کام/ د بلخ ولایت اوسیدونکي وايي د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ بوکې کلي کي تیر ماښام په یوه هوایي برید کې د دغه کلي د یوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي دي.

د وژل شویو کورنۍ وایي، پېښه تیرماښام شپږ بجې شوې ، چې په وژل شوو کې درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

ځایي خلکو د اعتراض په ډول د وژل شوی کسانو جسدونه د بلخ مرکز ته د ولایتي شورا دودانۍ مخې ته راوړي او له حکومت نه یې د عدالت غوښتنه کوله.

که څه هم لا معلومه نه ده چې هوايي برید چا ترسره کړی خود ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته ویلي، دوی دا پيښه نه تاییدولی او نه ردولی شي ځکه د ده په خبره په اړه یې کره معلومات په لاس کې نه لري.

خو رضايي وايي، چې د بلخ ولسوالۍ په پنځو کلیو کې یې هوايي بریدونه شوي دي.

ځایي خبریالان هم وایي ، چې په بلخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه کلک عملیات روان دي.

دوی وایي، په هوایي بریدونو کې کورنه هم ویجاړ شوي دي.

له دې وړاندې امنیتي سرچینو ویلي وو، چې بلخ کې یې وسله وال طالبان وژلي خو طالبانو بیا ویلي وو، چې د دوی غړي نه دي وژل شوي او وژل شوي ولسي وګړي دي.

په ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده ،چې تېره ورځ، د بښنې نړیوالې ټولنې ټینګار کړی و، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول باید د ولسي مرګ ژوبلې د بشپړ مخنیوي په مانا وي.

دافغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله څه اوسنۍ خبره نه ده کلونه کیږي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل کیږي خو بیا یې ځواب فقط د پيښې د څيړلو یې او بس.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com