fbpx

ګلپي مو له وژونکو ناروغیو ژغوري

خبریال ډاټ کام/ که غواړئ زړه مو روغ حافظه مو  چټکه او اضافي وزن څخه ځان لرې وساتئ نو یواځې یوه سبزي له تاسې سره مرسته کولای شي، چې هغه ګلپي ده.

ګلپي مو د دې سره سره  له بې شمیره وژونکو ناروغیو هم خوندي ساتي.

له روغتیایي څیړنو او پلټنو څرګندیږي، چی ګلپي یو له پیاوړو او بې شمیره روغتیايي ځانګړنو لرونکي خواړه دي.

روغتیايي کارکوونکي وایي ، په ورځ کې یواځې یو وخت ګلپي خوړل د بشپړې ورځې لپاره د بدن اړتیا وړ ويټامین سي  %۷۳  بشپړوي.

دوی وایي په ګلپي کې غوړ،مالګه او قندي ډبره کمه ده.

دا چې ګلپي مو له کومو نارغیو ژغوري  دلته یې تاسې درته یادونه کوو او ترڅنګ مو له یو شمیر مهمو روغتیایي ګټو سره هم اشنا کوو.

۱:ـ اعصاب روغ ساتي:

ګلپي کې کولین نومي مواد په کافي اندازې سره شته، چې د اعصابو روغتیا او ودې لپاره اړین دي په داسې حال کې چې عصبي حجراتو بیرته رغولوکې مهم رول لوبوي.

جرنل اف نیوروفزیولوژي روغتیایي مجلې کې هم په دې اړه خپره شوې څیړنې ښیي، چې کولین نومي مواد د اعصابو پر روغتیا او ودې مثبت اغیز لري.

او دغه راز دغه مواد د اعصابو اوږد مهاله حافظې په غوره کولو کې هم مرسته کوي.

۲:ـ  د وینې شریانونو لپاره څومره ګټور ده؟

یوې څیړنې کې ویل شوي،چې د ګلپي خوړلو عادت د وینې شریانونه خوندي ساتي.

روغتیايي څیړنې وایي د زړه په شریانونو کې شته پروتين کله، چې ځینو ځانګړو برخو کې غیر متحرک کيږي نو د ناروغیو خطر زیاتوي خو ګلپي کې شته سلفورافين نومي مواد دغه پروتين متحرک ساتي او له دې سره د وینې شریانونه خوندي کوي.

۳:ـ  اضافي وزن کمول:

ګلپي خوړل اضافي وزن کمولو کې مرسته کوي ، چې که څه هم د میوې او سبزیجاتو ډیر کارول اضافي وزن کموي خو مڼه او ګلپي دغه پروسه ډیره چټکوي.

۴:ـ  الزایمر څخه مو ژغوري:

په کافي اندازه ویټامین سي لرونکي خواړه لکه ګلپي د عمر زیاتیدو په پایله کې د اعصابو او حافظې له منځه تلل ناروغیو د ځینو ناروغیو لکه الزایمر یا پارکینین خطر کموي.

د څېړونکو په اند ویټامین ای لرونکو خوړو استعمال انسان له عصبې ناروغیو ژغوري.

نو که ګلپي له یوه اړخه د ځینو دخوښې خواړه نه دي نو پورته ګټو ته په کتو باید ګټه ترې واخیستل شي ځکه ښې ګټې پکې راټولې دي.

لیکواله: ډاکتره عاقله اسد

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com