fbpx

ننګرهارکې د سرو زرو ۷۲ فابریکوکې ۲۸۸ تنه کارکوي

خبریال ډاټ کام/ ننګرهار ولایت کې د زرګرانو د اتحادیې مسؤلین وایي، په دې ولایت کې د سرو زرو څخه د بېلابېلو توکو د جوړولو ۷۲ فابریکې فعالیت کوي.

دوی وایي په یاد شمیر فابریکو کې د دې ولایت ۲۸۸ تنه مسلکي کسان پر دندو بوخت دي .

د یادې اتحاديې مشر حاجي ممتاز وایي، په دې ولایت کې زرګران ۴۲۱ هټۍ او ۷۲ فابریکې لري، چې په کې ۱۱۳۰ تنه د سرو زرو د بېلابېلو توکو په جوړولو او پلورلو بوخت دي .

نوموړی زیاتوي، پخوا به یې د نورو هېوادونو څخه بېلابېل توکې را لیږدول،خو وروستیو کې د سرو زرو په برخه کې۹۰  سلنه خپل تولیدات بازار ته وړاندي کوي.

ممتاز وایي اوسمهال له دوی سره د بهرنیانو پر ځای ټول مسلکي کارکوونکي افغانان کار کوي .

د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې هره ورخ تر لس کیلو پورې سره زر پلورل کیږي او دغه راز پخوانۍ زر اخیستل کیږي او ترې نوي توکي جوړیږي.

د زرګرانو اتحادیه وایي دوی د زرو د معیار دمعلومولو لپاره ځانګړې کمېټه لري ، څو معلومه کړي کوم زر ښه او د کومو کیفیټ ټیټ دی.

زرګران وایي، دوی په دې هڅه دي څو نوي ماشینري وپيري څو سل سلنه خپل تولید بازار ته وړاندې کړي.

په دې ولایت کې د سره زرو د کیفیت د معلومولو د لابراتوار مسؤل اجمل وایي، لومړی دوی ته له زرګرانو او نورو څخه سره زر ور لیږدول کیږي، چې په لېزري لابراتوار یې کیفیت معلوم او له هغې وروسته ترې توکي جوړ کړي.

زرګر عتیق الله هم وایي، په دې کسب کې هره ورځ نوي ډیزاینونه راځي او دوی هڅه کوي ولسونو ته نوي شیان وړاندې کړي.

عتیق الله وایي، اوس مهال د سره زور په بنګړیو،غوږوالیو،لاکټونو،غاړکیو او نورو کې نوې ډیزاینونه راغلي او په دې ولایت کې یې خلک هم ترې غوښتنه کوي چې پخپلو فابریکو کې ورته د خلکو د خوښې ډیزاین جوړوي.

سره زر تر ډيره اوس وخت کې خلک په ودونو کې ناوې ته اخلي او کاروي یې خو خلک بیا  په دې اړه شکایت لري، چې دلته جوړ شوي توکي تر ډيره ټیټ کیفیت لري.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com