fbpx

پاکستان حکومت: پښتون ژغورنې غورځنګ ته د خبرو بلنه ورکړې

د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د خبرو بلنه ورکړې او ویلي یې دي ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د خبرو دپاره يې حکومت مخلص دی.

خټک زیاته کړې د پاکستان وزیراعظم غواړي، چې د خبرو اترو د لارې ټولې ستونزې هوارې کړي.

خو بل لورته محسن داوړ بیا وايي دوی ته په رسمي ډول تراوسه د پاکستان حکومت  د خبرو بلنه نه ده ورکړې.

پروېز خټک تیره ورځ په نوښار کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د پي ټي اېم سره خبرې د وخت ضرورت دی ځکه ، چې قبايل د پاکستان سره مينه لرونکي خلک دي.

خټک زیاته کړې داسې مهال د خبرو له لارې د د غورځنګ او پاکستاني حکومت ترمنځ د ستونزو دحل خبره کوي، چې له دې وړاندې هم په ځلونو پاکستاني حکومت په پاکستان کې له پښتنو سره ژمنې کړي خو عملي کړې یې نه دي.

د خټک بلنې ته په غبرګون کې بیا د پښتون ژغورنې دغورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ وایي: (( پي ټي اېم هم د مسلو حل غواړي او د دوی غوښتنې عيني او قانوني دي او که په قانون عمل وشي نو بيا خبرو ته هم اړتيا نه لري د دوی ټولې غوښتنې پوره دي)).

هغه وويل، د دوی نورې غوښتنې لکه د بې درکه خلکو مالومول، ماينونه پاکول او هدفي وژنې او نورې ټولې د هغې سره تړلې خبرې دي.

دفاع وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د مذاکراتو خبره داسې حال کې کړې،چې د پي ټي اېم مشر منظور پښتين په ۱۲م جنورۍ د بنو په جلسه کې په پښتنو سياسي مشرانو د يو کېدو غږ کړی ؤ.

پښتین پښتنو ته ویلي وو،چې د پښتنو د ستونزود حل لپاره یووالی غوره کړي او ستونزې حل کړئ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سره له دې وړاندې هم د حکومت په استازيتوب ځینې جرګې او خبرې اترې شوي خو دا غورځنګ وايي، د دوی سره د  ښکاره  خبرو هڅه نه ده شوې او تل بې ځایه وخت ضایع شوی دی.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com