fbpx

بهرنیوچارو وزارت: د چین ووهان ښار نه ایسارافغانان وباسي

خبریال ډاټ کام/ په چین کې نوي وایروس په نړیواله کچه اندیښنې ولاړکړې.

د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت په یوه بیړنۍ غونډ کې پریکړه کړې، چې د چین له ووهان ایالت نه به د هوا او ځمکې له لارې ایسار افغانان وباسي.

د چین ووهان ایالت کې نږدې ۵۰ افغان محصلین او ۴ کورنۍ چې شمېر یې ۱۶ ته رسېږي اوسېږي.

افغان حکومت د چین په نوموړي ایالت کې د نوي خپاره شوي ویروس کرونا له ګواښ سره د افغانانو ژغورلو ته د چمتووالي خبر ورکړ.

یاد وزارت وایي په ووهان ایالت کې ۶۲ اففانان ایسار دې او ژر به یې له هغه ځایه وژغوري او وبه یې باسي.

له دې وړاندې په یاد ایالت کې افغان محصلینو ویلي وو، چې هلته میشت محصلین او یو شمېر افغانې کورنۍ له سخت حالت او د خوړو له نشتوالي سره مخ دي.

د چین ووهان ایالت کې افغان محصلین وایي، په دې ښار کې ۵۵ افغان محصلین او څلور کورنۍ اوسېږي، چې ایسار پاتې دي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.

محصلین وایي، د پلورنځيو د تړل کېدو له کبله ځینې محصلین نژدې دوې ورځې وږي وي او خوراک نه ور رسیږي.

ووهان د چین هغه ایالت دی، چې د کرونا په نامه نوی ویروس پکې پیدا شوی او اوس د افغان محصلینو په وینا، د خوراکي توکو ټول پلورنځي تړل شوي دي.

یوه اونۍ کیږي چې په یاد ایالت کې افغان محصلین له خپلو خونو د وتلو اجازه نه لري.

افغا محصلین وایي، په چین کې د افغانستان سفارت تر اوسه له دوی سره د همکارۍ ژمنه نه ده عملي کړې.

محصلین ادعا کوي، چې د افغانستان سفارت د دوی ټیلېفوني اړیکو ته هم ځواب نه وايي.

بل لورته په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: ((ګرانو محصلینو، د چین حکومت په پوره مسولیت سره د کرونا د ویروس د مشکل سره مبارزه کوي. دوی د دې مبارزې مشري پر غاړه لري او خپل نهایي هڅه کوي. که بیا هم د سفارت مرستې ته مو اړتیا وه، نو د سفارت د محصلینو له مسوول کریم نقشبندزاده سره اړیکه ونیسئ)).

قایم زیاتوي، سفارک له افغان محصلینو او د چین له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه ک دی چې دا مسله له نژدې وڅاري، کله چې د وتلو اجازه ورکړل شوه، سفارت به په بیړه ګام واخلي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com