fbpx

ولسمشرغني له ویلسون اوسکاټ مېلر سره لیدلي

خبریال ډاټ کام/ ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشرمحمد اشرف غني تیرمازدیګرناوخته افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت شارژدافیر راس ویلسون او د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.

ارګ وایي ولسمشر په دې کتنه کې له یادو کسانو سره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې لومړی جنرال مېلر وویل: ((د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي او کله چې یې پرمختګ وکړ، خلیلزاد به کابل ته سفر وکړي او خپل معلومات به د افغانستان حکومت سره شریک کړي)).

په ورته مهال ولسمشر غني د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو د هر اړخیزو هڅو ستاینه وکړه.

هغه په هیواد کې د جګړې پایته رسېدو لپاره یوځل پر سراسري اوربند ټینګار وکړ.

ولسمشر غني داسې مهال له میلر ویلسن سره ګوري ، چې نوموړی تازه تیره ورځ په سویس کې د اقتصادي نړیوالې مجمع څخه بیرته افغانستان ته راستون شوی وو.

ولسمشر غني د یادې مجمعې په څنډو کې له بیلابیلو هیوادونو مشرانو سره وکتل او پر مهمو موضوعاتو یې بحثونه وکړل.

د یادو ناستو په لړ کې ولسمشر د امریکا له جمهور رئيس ټرمپ سره هم لیدلي وو او پر افغان سوله یې خبرې کړې وې.

ولسمشر غني ویلي وو، چې دوی سولې ته څرګنده اراده لري او هیڅوک نه شي کولای افغانان سره جلال او په شاه کړي.

غني زیاته کړې وه ، چې افغانان به هیڅکله بیا په شا نه شي او د پرمختګ ګامونه به پورته کړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com